خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/05/03 0:0کد خبر: 960

ختیځ کې 4 طالبانو ته مرګ ژوبله ا وښتې

ختیځ کې 4 طالبانو ته مرګ ژوبله ا وښتې - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د ننګرهار چارواکی دعوه لری، چې تېره شپه یې د دې ولایت په ناامنه ولسوالۍ خوږیاڼو کې خپل دوه وسله وال مخالفین وژلی او دوه نورټپیان کړی دی. د ننګرهار د والی ویاند احمدضیاعبدالزى وایی، چې وسله والو مخالفینو ته یې دا مرګ، ژوبله تېره شپه هغه مهال اوښتې، چې په ګړه باوې سیمه کې یې ډاټسن موټر د افغان امنیتی ځواکونو تر برید لاندې راغى. د والی ویاند د خپلې دې دعوې په اړه نور جزیات نه لری، خو وایی تر پلټنو وروسته به یې په ډاګه کړی. د خوږیاڼو ځایی چارواکو په دې اړه تر ډېرو هڅو وروسته هم کلید سره له خبرو ډډه وکړه. د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا له ناڅرګند ځایه په ټلیفون د ننګرهار ولایتی ادارې پر دې دعوې ناخبری وښوده، خو دعوه یې وکړه، چې د دوى ملګرو هم تېره شپه د خوږیاڼو په نکړخېلو کې د پولیسو پر یوه موټر برید کړى، چې په ترڅ کې یې دوه سرتېری وژلی او دوه نور یې ټپیان کړی دی. د خپلواکو سرچینو په نظر اخېستنه کې په دې اړه پاتې راغلو، خو باید وویل شی، چې د خوږیاڼو ولسوالی د ننګرهار یوه له نسبتاًډېرو ناامنیو څخه یوه ده او ډېرکله پکې د ورته پېښو خبرونه ورکول کېږی. چارواکی ډېرځله له دې پېښو ناخبری ښیى، خو د دې ولسوالۍ ولسوال کلید ته په یوه ځانګړې مرکه کې د دې ولسوالۍ په یو شمېر سیمو کې د دولت د وسله والو مخالفینو شتون منلى دى.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.