Back
یوولس پاکستانی او عرب وسلوال ووژل شول
Published: 1391/02/06 0:0News ID: 9883Source: ایرکا خبری آژانس

امنیتی چارواکی وایی، چې د غزنی په قرباغ ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په هوایی برید کې 11 پاکستانی او عرب وسلوال وژل شوی او د حقانی شبکې دوو قوماندانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د 203 تندر قول اردو د درېیمې لوا قوماندان جنرال داوودشاه وفادار د غویی په 6مه د پورتنی مطلب په څرګندولو سره پژواک اژانس ته وویل، چې ټپی قوماندان قاری نصرت نومېږی او د ایساف ځواکونو له ځان سره وړى دى.
نوموړی زیاته کړه، چې په دغې پېښه له یادو وسلوالو یو موټرسایکل او یو شمېر وسلې او مهمات هم د ګډو ځواکونو لاس ته ورغلی دی.
د وفادار په خبره، دوى د یادو وسلوالو پر ضد په قرباغ ولسوالۍ کې عملیات پیل کړی وو، چې اوس هم دوام لری.
د سیمې اوسېدونکی سیف الله هم د یادې پېښې پخلى وکړ او زیاته یې کړه، چې تېره شپه له دوى سره نږدې پر یو کور هوایی برید وشو.
د ده په خبره، سهار مهال خبر شول چې په یاد کور کې یوولس پاکستانی او عرب وسلوال وژل شوی دی.
په کابل کې د ایساف ځواکونو له مطبوعاتی دفتر څخه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلی، ګډو ځواکونو تېره شپه د غزنی په قره باغ ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال یو شمېر شکمن وسلوال نیولی دی.
د یو بل خبر له مخې، د ایساف ځواکونو خپره شوې خبرپاڼه وایی، چې تېره شپه افغان او بهرنیو ځواکونو د عملیاتو پر مهال د خوست په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د حقانی شبکې یو قوماندان وژلى دى.
د سرچینې په وینا، وژل شوى قوماندان نعمت نومېږی چې د عملیاتو پر مهال یې په ګډو ځواکونو ډزې وکړې او د امنیتی ځواکونو په ځوابی برید کې ووژل شو.
په خبرپاڼه کې راغلی، چې په عملیاتو کې د قوماندان نعمت یو شمېر ملګری هم ګډو ځواکونو نیولی دی.
خو وسلوالو طالبانو د یادو پېښو په اړه تر اوسه څه نه دی ویلی.