خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1391/02/06 0:0کد خبر: 9883

يوولس پاکستاني او عرب وسلوال ووژل شول

يوولس پاکستاني او عرب وسلوال ووژل شول - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

امنيتي چارواکي وايي، چې د غزني په قرباغ ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې ١١ پاکستاني او عرب وسلوال وژل شوي او د حقاني شبکې دوو قوماندانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د ٢٠٣ تندر قول اردو د درېيمې لوا قوماندان جنرال داوودشاه وفادار د غويي په ٦مه د پورتني مطلب په څرګندولو سره پژواک اژانس ته وويل، چې ټپي قوماندان قاري نصرت نومېږي او د ايساف ځواکونو له ځان سره وړى دى. نوموړي زياته کړه، چې په دغې پېښه له يادو وسلوالو يو موټرسايکل او يو شمېر وسلې او مهمات هم د ګډو ځواکونو لاس ته ورغلي دي. د وفادار په خبره، دوى د يادو وسلوالو پر ضد په قرباغ ولسوالۍ کې عمليات پيل کړي وو، چې اوس هم دوام لري. د سيمې اوسېدونکي سيف الله هم د يادې پېښې پخلى وکړ او زياته يې کړه، چې تېره شپه له دوى سره نږدې پر يو کور هوايي بريد وشو. د ده په خبره، سهار مهال خبر شول چې په ياد کور کې يوولس پاکستاني او عرب وسلوال وژل شوي دي. په کابل کې د ايساف ځواکونو له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، ګډو ځواکونو تېره شپه د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال يو شمېر شکمن وسلوال نيولي دي. د يو بل خبر له مخې، د ايساف ځواکونو خپره شوې خبرپاڼه وايي، چې تېره شپه افغان او بهرنيو ځواکونو د عملياتو پر مهال د خوست په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د حقاني شبکې يو قوماندان وژلى دى. د سرچينې په وينا، وژل شوى قوماندان نعمت نومېږي چې د عملياتو پر مهال يې په ګډو ځواکونو ډزې وکړې او د امنيتي ځواکونو په ځوابي بريد کې ووژل شو. په خبرپاڼه کې راغلي، چې په عملياتو کې د قوماندان نعمت يو شمېر ملګري هم ګډو ځواکونو نيولي دي. خو وسلوالو طالبانو د يادو پېښو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.