خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/05/06 0:0کد خبر: 1018

ایران د افغانستان په چارو کې خپله مداخله رد کړه

ایران د افغانستان په چارو کې خپله مداخله رد کړه - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د ایران جمهور رئیس محمود احمدی نژاد په افغانستان کې د دولت د وسله والو مخالفانو ملاتړ رد کړ. دا په داسی حال کې ده، چې د ویکی لېکس له لوری د امریکا د پوځ په څه باندې نوی زره پټو افشا شویو سندونو کې ښودل شوی، چې ایران هم د افغان طالبانو ملاتړ کوی. په یوه سند کې ویل شوی، چې ایران د طالبانو اووه مشران خپل هېواد ته دعوت کړی او هغوى ته یې ویلی، چې ایران حاضر دى دوى ته هر راز وسلې او همدا راز پیسې ورکړی. په یوه سند کې ویل شوی، چې که طالبان هر افغان عسکر ووژنی نو یو لک کلدارې (1700ډالره) به ورکړی او که یې لوړ پوړی مامور وواژه نو دوه لکه کلدارې (3500 ډالره) به ورکړی. په یوه بل سند کې د افغانستان په ختیځ کې د ناټو د یوې الوتکې لور ته د ایرانی توغندی د توغېدو یادونه شوې. همداراز په دې اسنادو کې ویل شوی، چې د ایران استخباراتو د 2005 کال په جنورۍ کې د ګلبدین حکمتیار ملګروته دوه لکه ډالره ورکړی. خو د ایران جمهوررئیس محمود احمدی نژاد د امریکا له سی بی ایس تلویزیونی چاینل سره په مرکه کې د دغو سندونو په باب څه ونه ویل، خو د افغانستان په کورنیو چارو کې یې د ایران لاسوهنه رد کړه.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.