بېرته
ایران د افغانستان په چارو کې خپله مداخله رد کړه
د خپرېدو نېټه: 1389/05/06 0:0د خبر شمېره: 1018سرچینه: ایرکا خبری آژانس

د ایران جمهور رئیس محمود احمدی نژاد په افغانستان کې د دولت د وسله والو مخالفانو ملاتړ رد کړ.
دا په داسی حال کې ده، چې د ویکی لېکس له لوری د امریکا د پوځ په څه باندې نوی زره پټو افشا شویو سندونو کې ښودل شوی، چې ایران هم د افغان طالبانو ملاتړ کوی.
په یوه سند کې ویل شوی، چې ایران د طالبانو اووه مشران خپل هېواد ته دعوت کړی او هغوى ته یې ویلی، چې ایران حاضر دى دوى ته هر راز وسلې او همدا راز پیسې ورکړی.
په یوه سند کې ویل شوی، چې که طالبان هر افغان عسکر ووژنی نو یو لک کلدارې (1700ډالره) به ورکړی او که یې لوړ پوړی مامور وواژه نو دوه لکه کلدارې (3500 ډالره) به ورکړی.
په یوه بل سند کې د افغانستان په ختیځ کې د ناټو د یوې الوتکې لور ته د ایرانی توغندی د توغېدو یادونه شوې.
همداراز په دې اسنادو کې ویل شوی، چې د ایران استخباراتو د 2005 کال په جنورۍ کې د ګلبدین حکمتیار ملګروته دوه لکه ډالره ورکړی.
خو د ایران جمهوررئیس محمود احمدی نژاد د امریکا له سی بی ایس تلویزیونی چاینل سره په مرکه کې د دغو سندونو په باب څه ونه ویل، خو د افغانستان په کورنیو چارو کې یې د ایران لاسوهنه رد کړه.