خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1391/04/06 17:53کد خبر: 10669
حامدکرزی د مصر له جمهوررئیس محمد مرسی او د پاکستان له صدراعظم راجه پرویز اشرف سره ټلیفونی خبرې وکړې

حامدکرزی د مصر له جمهوررئیس محمد مرسی او د پاکستان له صدراعظم راجه پرویز اشرف سره ټلیفونی خبرې وکړې

حامدکرزی د مصر له جمهوررئیس محمد مرسی او د پاکستان له صدراعظم راجه پرویز اشرف سره ټلیفونی خبرې وکړې  - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 3 دقیقه

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزی د افغانستان د خلکو په استازیتوب د مصر د نوی جمهوررئیس په توګه د ډاکتر محمد مرسی د انتخاب له امله د یوې ټیلیفونی اړیکې په ترڅ کې هغه ته مبارکی وویله. په دغو ټیلیفونی خبروکې چې نن ماښام وشوې، د هېواد جمهوررئیس د مصر د جمهوررئیس په توګه د ډاکتر محمد مرسی د انتخابیدو په مناسبت خپلې ښې هیلې او د مبارکۍ مراتب هغه ته وړاندې کړل، وې ویل: خوښ یم چې د ټیلیفون له لارې له تاسو سره خبرې کوم او د مصر د نوی جمهوررئیس په توګه ستاسو د انتخابیدو په مناسبت تاسو ته مبارکی وایم. حامدکرزی وویل: ډاډه یم چې د مصر د جمهوررئیس په توګه ستاسو انتخابیدل د دغه هېواد خلکو ته یو ښه زیری او له خوشحالۍ څخه ډک پیغام دی چې په ترڅ کې به یې د یوې ښې راتلونکې لپاره د مصر د خلکو هیلې تحقق ومومی. د هېواد جمهوررئیس افغانستان او مصر د لرغونو او تاریخی اړیکو لرونکی هېوادونه وبلل، وې ویل: د افغانستان زیات شمیرعلماو د مصر د الازهر په پوهنتون کې زده کړې کړی او افغانان دغه هېواد ته د یو دوست هېواد په سترګه ګوری. حامدکرزی هیله یې وکړه چې د محمد مرسی په انتخاب سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستانه اړیکې لا وده او پراختیا ومومی. د دغو ټلیفونی خبرو په پای کې د هېواد جمهوررئیس ټول اسلامی امت ته د سولې، ثبات او نیکمرغۍ هیله وکړه. په مقابل کې د مصر نوی جمهوررئیس د افغانستان د اسلامی جمهوریت د جمهوررئیس حامدکرزی د ټیلیفونی اړیکې او هغه ته د مبارکۍ د مراتبو د څرګندولو له امله مننه وکړه او د دواړو وروڼو هېوادونو ترمنځ یې د روابطو د لا پراختیا هیله وکړه. همدا راز، حامدکرزی د پاکستان د نوی صدراعظم په توګه د راجه پرویز اشرف د ټاکل کیدو له امله د یوې ټیلیفونی اړیکې په ترڅ کې هغه ته مبارکی وویله. په دغه ټیلیفونی اړیکه کې چې نن ماښام ترسره شوه، د هېواد جمهوررئیس د پاکستان د اسلامی جمهوریت د نوی صدراعظم په توګه د راجه پرویز اشرف د ټاکل کیدو له امله هغه ته خپلې نیکې هیلې او د مبارکۍ مراتب وړاندې کړل. حامدکرزی په دغو ټلیفونی خبروکې د پاکستان نوی صدراعظم ته بلنه ورکړه چې په نیږدې راتلونکی کې افغانستان ته سفر وکړی. راجه پرویز اشرف د افغانستان د جمهوررئیس د ټلیفونی اړیکې او هغه ته د مبارکۍ د مراتبو له څرګندولو څخه مننه وکړه او افغانستان ته د سفر په باب یې د هغه بلنه په خوښۍ سره ومنله.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.