بېرته
حامدکرزی د مصر له جمهوررئیس محمد مرسی او د پاکستان له صدراعظم راجه پرویز اشرف سره ټلیفونی خبرې وکړې
حامدکرزی د مصر له جمهوررئیس محمد مرسی او د پاکستان له صدراعظم راجه پرویز اشرف سره ټلیفونی خبرې وکړې
د خپرېدو نېټه: 1391/04/06 17:53د خبر شمېره: 10669سرچینه: ایرکا خبری آژانس

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزی د افغانستان د خلکو په استازیتوب د مصر د نوی جمهوررئیس په توګه د ډاکتر محمد مرسی د انتخاب له امله د یوې ټیلیفونی اړیکې په ترڅ کې هغه ته مبارکی وویله.
په دغو ټیلیفونی خبروکې چې نن ماښام وشوې، د هېواد جمهوررئیس د مصر د جمهوررئیس په توګه د ډاکتر محمد مرسی د انتخابیدو په مناسبت خپلې ښې هیلې او د مبارکۍ مراتب هغه ته وړاندې کړل، وې ویل: خوښ یم چې د ټیلیفون له لارې له تاسو سره خبرې کوم او د مصر د نوی جمهوررئیس په توګه ستاسو د انتخابیدو په مناسبت تاسو ته مبارکی وایم.
حامدکرزی وویل: ډاډه یم چې د مصر د جمهوررئیس په توګه ستاسو انتخابیدل د دغه هېواد خلکو ته یو ښه زیری او له خوشحالۍ څخه ډک پیغام دی چې په ترڅ کې به یې د یوې ښې راتلونکې لپاره د مصر د خلکو هیلې تحقق ومومی.
د هېواد جمهوررئیس افغانستان او مصر د لرغونو او تاریخی اړیکو لرونکی هېوادونه وبلل، وې ویل: د افغانستان زیات شمیرعلماو د مصر د الازهر په پوهنتون کې زده کړې کړی او افغانان دغه هېواد ته د یو دوست هېواد په سترګه ګوری.
حامدکرزی هیله یې وکړه چې د محمد مرسی په انتخاب سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستانه اړیکې لا وده او پراختیا ومومی.
د دغو ټلیفونی خبرو په پای کې د هېواد جمهوررئیس ټول اسلامی امت ته د سولې، ثبات او نیکمرغۍ هیله وکړه.
په مقابل کې د مصر نوی جمهوررئیس د افغانستان د اسلامی جمهوریت د جمهوررئیس حامدکرزی د ټیلیفونی اړیکې او هغه ته د مبارکۍ د مراتبو د څرګندولو له امله مننه وکړه او د دواړو وروڼو هېوادونو ترمنځ یې د روابطو د لا پراختیا هیله وکړه.
همدا راز، حامدکرزی د پاکستان د نوی صدراعظم په توګه د راجه پرویز اشرف د ټاکل کیدو له امله د یوې ټیلیفونی اړیکې په ترڅ کې هغه ته مبارکی وویله.
په دغه ټیلیفونی اړیکه کې چې نن ماښام ترسره شوه، د هېواد جمهوررئیس د پاکستان د اسلامی جمهوریت د نوی صدراعظم په توګه د راجه پرویز اشرف د ټاکل کیدو له امله هغه ته خپلې نیکې هیلې او د مبارکۍ مراتب وړاندې کړل.
حامدکرزی په دغو ټلیفونی خبروکې د پاکستان نوی صدراعظم ته بلنه ورکړه چې په نیږدې راتلونکی کې افغانستان ته سفر وکړی.
راجه پرویز اشرف د افغانستان د جمهوررئیس د ټلیفونی اړیکې او هغه ته د مبارکۍ د مراتبو له څرګندولو څخه مننه وکړه او افغانستان ته د سفر په باب یې د هغه بلنه په خوښۍ سره ومنله.