خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/05/12 0:0کد خبر: 1166

په جنوب ختیځ کې به ټاکنې په امنیت کې ترسره شی

په جنوب ختیځ کې به ټاکنې په امنیت کې ترسره شی - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

امنیتی چارواکو د یوه کنفرانس له لارې په جنوب ختیځ زون کې د ولسی جرګې په راتلونکو ټاکنو کې د بشپړ امنیت ډاډ ور کړ . د (203)تندر قول اردو قومندان تورن جنرال عبدالخالق په یوه خبری ناسته کې وویل، چې د لویې پکتیا په 66 ولسوالیو کې یې (16000) ګډ امنیتی ځواکونه ځاى پر ځاى کړی. نوموړی ویل، چې له دې ګډو ځواکونو څخه (8000) ملی پولیس (6000) ملی اردو سرتیری او (2000) سرحدی پولیس یې د لویې پکتیا په ټولو سیمو کې ځاى په ځاى کړیدی . تورن جنرال عبدالخالق دې خبری ناستې ته وویل، چې له دوى سره یو ځاى د راتلونکو پارلمانی ټولټاکنو د امنیت په موخه 6 کنډکه بهرنی عسکر هم مرسته کوی. د لویې پکتیا په څلورو ولایتونو پکتیا، خوست ، پکتیکا او غزنی کې به د عبدالخالق په وینا د ټاکنو په مهال ډاډمن امنیت وی . جنرال عبدالخالق ویل، چې په نا امنه ولسوالیو کې یې لا له اوسه عملیات پیل کړیدی او یوه اوونۍ مخکې به د ټاکنو له ورځې وکولى شی، چې خلکو ته د بشپړ امنیت ډاډ ورکړی . د یادولو وړ ده په همدې ورځ د ټولټاکنو د کمیسون مشر فضل احمد معنوی هم د پکتیا مرکز ګردیز ته په دې موخه راغلى وو تر څو د ټاکنې د پروسې د امنیت په اړه له ولایتی چارواکو سره وغږېږی.
  • منبع: آژانس خبری ایرکا
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.