بېرته
په جنوب ختیځ کې به ټاکنې په امنیت کې ترسره شی
د خپرېدو نېټه: 1389/05/12 0:0د خبر شمېره: 1166سرچینه: آژانس خبری ایرکا

امنیتی چارواکو د یوه کنفرانس له لارې په جنوب ختیځ زون کې د ولسی جرګې په راتلونکو ټاکنو کې د بشپړ امنیت ډاډ ور کړ .
د (203)تندر قول اردو قومندان تورن جنرال عبدالخالق په یوه خبری ناسته کې وویل، چې د لویې پکتیا په 66 ولسوالیو کې یې (16000) ګډ امنیتی ځواکونه ځاى پر ځاى کړی.
نوموړی ویل، چې له دې ګډو ځواکونو څخه (8000) ملی پولیس (6000) ملی اردو سرتیری او (2000) سرحدی پولیس یې د لویې پکتیا په ټولو سیمو کې ځاى په ځاى کړیدی .
تورن جنرال عبدالخالق دې خبری ناستې ته وویل، چې له دوى سره یو ځاى د راتلونکو پارلمانی ټولټاکنو د امنیت په موخه 6 کنډکه بهرنی عسکر هم مرسته کوی.
د لویې پکتیا په څلورو ولایتونو پکتیا، خوست ، پکتیکا او غزنی کې به د عبدالخالق په وینا د ټاکنو په مهال ډاډمن امنیت وی .
جنرال عبدالخالق ویل، چې په نا امنه ولسوالیو کې یې لا له اوسه عملیات پیل کړیدی او یوه اوونۍ مخکې به د ټاکنو له ورځې وکولى شی، چې خلکو ته د بشپړ امنیت ډاډ ورکړی .
د یادولو وړ ده په همدې ورځ د ټولټاکنو د کمیسون مشر فضل احمد معنوی هم د پکتیا مرکز ګردیز ته په دې موخه راغلى وو تر څو د ټاکنې د پروسې د امنیت په اړه له ولایتی چارواکو سره وغږېږی.