خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishپښتو
فارسیEnglishپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1405/05/31 12:55کد خبر: 119788

چین د ایران پر وړاندې د امریکا د فشار په غبرګون کې: له یو اړخیزو غیرقانونی بندیزونو سره مخالف یو

چین د ایران پر وړاندې د امریکا د فشار په غبرګون کې: له یو اړخیزو غیرقانونی بندیزونو سره مخالف یو - خبرگزاری افغان ایرکا

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان، پر ایران د اقتصادی فشارونو په برخه کې د امریکا د هغې غوښتنې په غبرګون کې چې له بیجینګ څخه یې د ګډون غوښتنه کړې، ویلی چې چین له هغو غیرقانونی یو اړخیزو بندیزونو سره مخالف دی چې په نړیوالو قوانینو کې بنسټ او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا اجازه ونه لری.

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه

د چین د بهرنیو چارو وزارت په هغه متن کې چې د اګست په 21مه د یوې خبری غونډې په اړه خپور شوی، ویلی چې لین جیان د ایران پر وړاندې د اقتصادی فشارونو په برخه کې له امریکا سره د چین د یوځای کېدو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «چین له هغو غیرقانونی یو اړخیزو بندیزونو سره مخالف دی چې په نړیوالو قوانینو کې بنسټ او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا اجازه ونه لری.»

هغه زیاته کړې چې ټول لوری باید مسؤولانه چلند وکړی او پر سیاسی او ډیپلوماتیکې لارې ټینګار وکړی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند، پر ایران د امریکا د بندیزونو او فشارونو په اړه د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې ویلی چې «بندیزونه او فشار د ستونزې حل نه دی» او اختلافونه باید د سیاسی او ډیپلوماتیکو لارو حل شی.

نوموړی همداراز ویلی چې پوځی وسیلې، بندیزونه او فشارونه نه یوازې د ستونزې حل نه دی، بلکې د کړکېچ د لا زیاتېدو لامل کېدای شی؛ هغه وضعیت چې د ده په وینا، د هېچا په ګټه نه دی.

لین جیان ټینګار کړی چې اختلافونه باید د خبرو اترو او مذاکراتو له لارې حل شی.

  • منبع: افغان ایرکا خبری اژانس
  • لینک کوتاه

# موضوعات مرتبط

  • # ایران
  • # چین
  • # د امریکا بندیزونه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

پربازدیدترین‌ها

گزارش

زبان:
فارسیEnglishپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.