د چین د بهرنیو چارو وزارت په هغه متن کې چې د اګست په 21مه د یوې خبری غونډې په اړه خپور شوی، ویلی چې لین جیان د ایران پر وړاندې د اقتصادی فشارونو په برخه کې له امریکا سره د چین د یوځای کېدو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «چین له هغو غیرقانونی یو اړخیزو بندیزونو سره مخالف دی چې په نړیوالو قوانینو کې بنسټ او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا اجازه ونه لری.»

هغه زیاته کړې چې ټول لوری باید مسؤولانه چلند وکړی او پر سیاسی او ډیپلوماتیکې لارې ټینګار وکړی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند، پر ایران د امریکا د بندیزونو او فشارونو په اړه د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې ویلی چې «بندیزونه او فشار د ستونزې حل نه دی» او اختلافونه باید د سیاسی او ډیپلوماتیکو لارو حل شی.

نوموړی همداراز ویلی چې پوځی وسیلې، بندیزونه او فشارونه نه یوازې د ستونزې حل نه دی، بلکې د کړکېچ د لا زیاتېدو لامل کېدای شی؛ هغه وضعیت چې د ده په وینا، د هېچا په ګټه نه دی.

لین جیان ټینګار کړی چې اختلافونه باید د خبرو اترو او مذاکراتو له لارې حل شی.