خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishپښتو
فارسیEnglishپښتو
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
تاریخ انتشار: 1405/06/08 13:11کد خبر: 119898

امریکا 12 افغانان د مرکزی افریقا جمهوریت ته ایستلی دی

امریکا 12 افغانان د مرکزی افریقا جمهوریت ته ایستلی دی - خبرگزاری افغان ایرکا

د امریکا حکومت لسګونه کډوال د مرکزی افریقا جمهوریت ته اخراج کړی چې په هغوی کې 12 افغانان، اته ایرانیان او د نیپال او نیکاراګوا یو شمېر اتباع شامل دی.

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

اسوشیټیډ پرېس خبری اژانس راپور ورکړی چې د ایستلو شوو کډوالو لېږدوونکې الوتکه د شنبې په ورځ د مرکزی افریقا جمهوریت پلازمېنې بانګی ته رسېدلې ده.

د راپور له مخې، دا د جون میاشتې راهیسې له امریکا څخه مرکزی افریقا جمهوریت ته د کډوالو د ایستلو دویمه الوتنه وه.

د بشری حقونو لومړیتوب سازمان (Human Rights First) د کډوالو او پناه‌غوښتونکو د پالیسۍ او حقونو برخې مسوول ساوی آروی ویلی چې په دې الوتنه کې 12 افغانان، اته ایرانیان او یو شمېر د نیپال او نیکاراګوا اتباع وو.

د راپور له مخې، په ایستل شوو کسانو کې یو داسې افغان هم شامل دی چې د کورنۍ غړو یې پخوا له امریکایی ځواکونو سره همکاری کړې وه.

د دغه افغان وکیلې، آلما ډېوېډ، ویلی چې یوه امریکایی قاضی افغانستان ته د هغه د بېرته ستنېدو په صورت کې د امنیتی اندېښنو له امله نوموړی ته افغانستان ته له شړلو مصونیت ورکړی و.

د هغې په وینا، د دغه افغان یو ورور اوس په امریکا کې ژوند کوی او د اسلامی امارت تر بیا واکمنېدو مخکې یې د افغانستان په پخوانی پوځ کې دنده ترسره کړې او له امریکایی ځواکونو سره یې همکاری کړې وه.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مخکې ویلی چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او په بهر کې مېشت افغانان کولای شی په ډاډه زړه هېواد ته راستانه شی.

اسوشیټیډ پرېس د کډوالو د حقونو د مدافعینو له قوله لیکلی چې د ډونالډ ټرمپ ادارې د هغو هوکړو په چوکاټ کې چې ځینې یې محرمې وې، زرګونه کسان داسې هېوادونو ته ایستلی چې د هغوی اصلی هېوادونه نه وو.

  • منبع: افغان ایرکا خبری اژانس
  • لینک کوتاه

# موضوعات مرتبط

  • # د مرکزی افریقا جمهوریت
  • # امریکا
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

پربازدیدترین‌ها

گزارش

زبان:
فارسیEnglishپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.