اسوشیټیډ پرېس خبری اژانس راپور ورکړی چې د ایستلو شوو کډوالو لېږدوونکې الوتکه د شنبې په ورځ د مرکزی افریقا جمهوریت پلازمېنې بانګی ته رسېدلې ده.
د راپور له مخې، دا د جون میاشتې راهیسې له امریکا څخه مرکزی افریقا جمهوریت ته د کډوالو د ایستلو دویمه الوتنه وه.
د بشری حقونو لومړیتوب سازمان (Human Rights First) د کډوالو او پناهغوښتونکو د پالیسۍ او حقونو برخې مسوول ساوی آروی ویلی چې په دې الوتنه کې 12 افغانان، اته ایرانیان او یو شمېر د نیپال او نیکاراګوا اتباع وو.
د راپور له مخې، په ایستل شوو کسانو کې یو داسې افغان هم شامل دی چې د کورنۍ غړو یې پخوا له امریکایی ځواکونو سره همکاری کړې وه.
د دغه افغان وکیلې، آلما ډېوېډ، ویلی چې یوه امریکایی قاضی افغانستان ته د هغه د بېرته ستنېدو په صورت کې د امنیتی اندېښنو له امله نوموړی ته افغانستان ته له شړلو مصونیت ورکړی و.
د هغې په وینا، د دغه افغان یو ورور اوس په امریکا کې ژوند کوی او د اسلامی امارت تر بیا واکمنېدو مخکې یې د افغانستان په پخوانی پوځ کې دنده ترسره کړې او له امریکایی ځواکونو سره یې همکاری کړې وه.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مخکې ویلی چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او په بهر کې مېشت افغانان کولای شی په ډاډه زړه هېواد ته راستانه شی.
اسوشیټیډ پرېس د کډوالو د حقونو د مدافعینو له قوله لیکلی چې د ډونالډ ټرمپ ادارې د هغو هوکړو په چوکاټ کې چې ځینې یې محرمې وې، زرګونه کسان داسې هېوادونو ته ایستلی چې د هغوی اصلی هېوادونه نه وو.
