خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
کلنټن: د سېمې هر هیواد د افغانستان په امنیت کې ونډه او مسولیت لری

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزېرې هیلری کلنټن د ناتو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډې کې وویل، دا ډېره مهمه ده چې ناتو متحدان له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته ، له افغان امنیتی ځواکونو سره د مرستو ژمنې پر ځای کړی .
د امریکا د بهرنیو چارو وزیری په برسل کې د ناتو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډې کی د چهارشنبې په ورځ وویل، دا هم ضرور ده چې په افغانستان کې اقتصادی او سیاسی انتقال ته پام وکړو او ددی کار لپاره هیوادونو د 16 میلیاردو ډالرو ژمنې کړیدی.
کلنټن زیاته کړه ، د سېمې هر هیواد د افغانستان په راتلونکې کې ونډه لری او ددی هیواد په امنیت کې د مرستې کولومسولیت هم لری.
د جرمنې د بهرنیو چارو وزیر ګیدو ویستر ویلې د افغانستان لپاره د اروپایی هیوادونو د ژمنو په عملې کولو ټینګار وکړ او ویی ویل:
“طبیعې خبره ده چې د جیبونو د تړلو یا ګنډلو په وخت کې دا آسانه کار ندی، خو دا د اروپایی هیوادونو د اتباعو په ګټه دی. له همدی امله ده، زه دا خبره یقینې کوم چې له افغانستان سره کړی وعدی دی عملې کړی”.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زی په برسل کې خبریالانو ته وویل، افغان حکومت په لویدیځو هیوادونو کې د مالی فشارونو په مسلې پوره خبر دی. خو باور لرو چې له 2014 کال وروسته په افغان امنیتی ځواکونو کې په کال کې د 4 اعشاریه یو میلیارد ډالرو پانګونه نه یوازی د افغانستان د امنیت لپاره بلکه د سېمې او ټولې نړۍ د امنیت لپاره پانګونه ده.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.