د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزېرې هیلری کلنټن د ناتو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډې کې وویل، دا ډېره مهمه ده چې ناتو متحدان له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته ، له افغان امنیتی ځواکونو سره د مرستو ژمنې پر ځای کړی . د امریکا د بهرنیو چارو وزیری په برسل کې د ناتو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډې کی د چهارشنبې په ورځ وویل، دا هم ضرور ده چې په افغانستان کې اقتصادی او سیاسی انتقال ته پام وکړو او ددی کار لپاره هیوادونو د 16 میلیاردو ډالرو ژمنې کړیدی. کلنټن زیاته کړه ، د سېمې هر هیواد د افغانستان په راتلونکې کې ونډه لری او ددی هیواد په امنیت کې د مرستې کولومسولیت هم لری. د جرمنې د بهرنیو چارو وزیر ګیدو ویستر ویلې د افغانستان لپاره د اروپایی هیوادونو د ژمنو په عملې کولو ټینګار وکړ او ویی ویل: “طبیعې خبره ده چې د جیبونو د تړلو یا ګنډلو په وخت کې دا آسانه کار ندی، خو دا د اروپایی هیوادونو د اتباعو په ګټه دی. له همدی امله ده، زه دا خبره یقینې کوم چې له افغانستان سره کړی وعدی دی عملې کړی”. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زی په برسل کې خبریالانو ته وویل، افغان حکومت په لویدیځو هیوادونو کې د مالی فشارونو په مسلې پوره خبر دی. خو باور لرو چې له 2014 کال وروسته په افغان امنیتی ځواکونو کې په کال کې د 4 اعشاریه یو میلیارد ډالرو پانګونه نه یوازی د افغانستان د امنیت لپاره بلکه د سېمې او ټولې نړۍ د امنیت لپاره پانګونه ده.