خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
په جنوب کې د ملی اردو 3 سرتیری ووژل شول

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
د ملی دفاع وزارت ویلی، چې تېرو 24 ساعتونو کې یې د هېواد په جنوب کې 3 سرتیری وژل شوی دی.
د یاد شوی وزارت له خوا کلید ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې دغه سرتېری د بېلابېلو عملیاتو په لړ کې وژل شوی.
د ملی دفاع وزارت د معلوماتو له مخې ځواکونو یې تېره ورځ د هلمند او کندهار په بېلا بېلو سیمو کې عملیات ترسره کړی وو.
سرچینې زیاته کړې، چې پر دغو 3 سرتېرو سربېره یې 11 نور ټپیان شوی هم دی.
د خبر پاڼې د معلوماتو له مخې، ټپیان سیمه ییز روغتون ته لېږدول شوی او روغتیایی حالت یې د ډاډ وړ دى.
یاد وزارت د عملیاتو پرمهال د 15 شکمنو کسانو، وسلو، مهماتو او چاودېدونکیو توکیو د نیولو خبر هم ورکړى.
یاد شوی کسان، وسلې او مهمات په لوګر، پکتیا، کندهار او هلمند ولایتونو کې نیول شوی.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.