د ملی دفاع وزارت ویلی، چې تېرو 24 ساعتونو کې یې د هېواد په جنوب کې 3 سرتیری وژل شوی دی. د یاد شوی وزارت له خوا کلید ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې دغه سرتېری د بېلابېلو عملیاتو په لړ کې وژل شوی. د ملی دفاع وزارت د معلوماتو له مخې ځواکونو یې تېره ورځ د هلمند او کندهار په بېلا بېلو سیمو کې عملیات ترسره کړی وو. سرچینې زیاته کړې، چې پر دغو 3 سرتېرو سربېره یې 11 نور ټپیان شوی هم دی. د خبر پاڼې د معلوماتو له مخې، ټپیان سیمه ییز روغتون ته لېږدول شوی او روغتیایی حالت یې د ډاډ وړ دى. یاد وزارت د عملیاتو پرمهال د 15 شکمنو کسانو، وسلو، مهماتو او چاودېدونکیو توکیو د نیولو خبر هم ورکړى. یاد شوی کسان، وسلې او مهمات په لوګر، پکتیا، کندهار او هلمند ولایتونو کې نیول شوی.