خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishپښتو
فارسیEnglishپښتو
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
تاریخ انتشار: 1405/08/21 11:19کد خبر: 130575

د کابل یو شمېر اوسېدونکی آموته: په ژمی کې دکورونو د تودلو لپاره د سونتوکو اخیستلو توان نلرو

د کابل یو شمېر اوسېدونکی آموته: په ژمی کې دکورونو د تودلو لپاره د سونتوکو اخیستلو توان نلرو - خبرگزاری افغان ایرکا

د ژمی ساړه موسم په رارسېدو سره د کابل ښار یو شمېر بې وزله اوسېدونکی وایی، د شدیدې اقتصادی ناتوانۍ له امله نه شی کولی د ټول ژمی لپاره د سون توکی په یو ځل واخلی، بلکې مجبور دی چی هره ورځ یې پر کیلو او سیر وپېری.

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د کابل ښار د خیرخانې د پنځه‌سوه فامیلیو سیمې یو تن اوسېدونکی فدا محمد په پلازمېنه کې د ژمی له امله د سون توکو د اخیستلو د سختۍ په اړه آمو ته وایی: «موږ غریبکار خلک یو، د یوې ورځې کار وی او د لسو ورځو نه وی. ژمی راورسېد، د ژمی لګښت نه شو پوره کولی. اوس د ډبرو سکاره یوه بوجۍ 1500 تر 1600 افغانیو پورې ده، زه په خپله کور ته په کیلو او من سکاره وړم.»

په ورته وخت کې په دغې سیمه کې د لرګیو پلورونکی تاییدوی چې د خلکو د پیرودلو ځواک سخت لوېدلی دی.

یو تن لرګی پلورونکی هجرت‌الله په دې اړه امو ته وایی: «یو شمیر کسان چې اقتصاد یې کمزوری دی نه شی کولی پوره بوجۍ سکاره یوسی. موږ ورته پر سیر، نیم سیر او دوه سیره برابر کړی دی. د بلوط، توت او بادام لرګی هم لرو چې د بلوط پرتله ارزانه دی.»

د پلورونکو د معلوماتو له مخې، دا مهال په کابل کې د ډبرو سکارو 40 کیلویی بوجۍ له 1500 تر 1600 افغانیو او د بلوط لرګیو یو من په 150 افغانیو پلورل کېږی.

د کار د نشتوالی او ډېرې بې‌کارۍ له امله د کابل د غریبکارو کورنیو لپاره حتی د هره ورځ لنډمهاله سون توکو موندل هم په یوه لوی پېټی او جدی ګواښ بدل شوی دی.

دا په داسې حال کې د ملګرو ملتونو د بشری مرستو د همغږۍ اداره وایی په افغانستان کې نیږدې 22 میلیونه وګړی بشری مرستو ته اړتیا لری

  • منبع: افغان ایرکا خبری اژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

پربازدیدترین‌ها

گزارش

زبان:
فارسیEnglishپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.