د کابل ښار د خیرخانې د پنځهسوه فامیلیو سیمې یو تن اوسېدونکی فدا محمد په پلازمېنه کې د ژمی له امله د سون توکو د اخیستلو د سختۍ په اړه آمو ته وایی: «موږ غریبکار خلک یو، د یوې ورځې کار وی او د لسو ورځو نه وی. ژمی راورسېد، د ژمی لګښت نه شو پوره کولی. اوس د ډبرو سکاره یوه بوجۍ 1500 تر 1600 افغانیو پورې ده، زه په خپله کور ته په کیلو او من سکاره وړم.»
په ورته وخت کې په دغې سیمه کې د لرګیو پلورونکی تاییدوی چې د خلکو د پیرودلو ځواک سخت لوېدلی دی.
یو تن لرګی پلورونکی هجرتالله په دې اړه امو ته وایی: «یو شمیر کسان چې اقتصاد یې کمزوری دی نه شی کولی پوره بوجۍ سکاره یوسی. موږ ورته پر سیر، نیم سیر او دوه سیره برابر کړی دی. د بلوط، توت او بادام لرګی هم لرو چې د بلوط پرتله ارزانه دی.»
د پلورونکو د معلوماتو له مخې، دا مهال په کابل کې د ډبرو سکارو 40 کیلویی بوجۍ له 1500 تر 1600 افغانیو او د بلوط لرګیو یو من په 150 افغانیو پلورل کېږی.
د کار د نشتوالی او ډېرې بېکارۍ له امله د کابل د غریبکارو کورنیو لپاره حتی د هره ورځ لنډمهاله سون توکو موندل هم په یوه لوی پېټی او جدی ګواښ بدل شوی دی.
دا په داسې حال کې د ملګرو ملتونو د بشری مرستو د همغږۍ اداره وایی په افغانستان کې نیږدې 22 میلیونه وګړی بشری مرستو ته اړتیا لری
