خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/06/06 0:0کد خبر: 1604

د صالحي ژغورل فساد ته لاره هواروي

د صالحي ژغورل فساد ته لاره هواروي - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 3 دقیقه

افغان جمهور رئيس حامد کرزي ومنله، چې له عدلي تعقيب نه يې د خپل يوه نژدې همکار د ژغورلو لپاره مداخله کړې وه. هغه د اې بي سي امريکايي ټلوېزيون ته وويل، ضيا صالحي يې ځکه له بنده وژغوره، چې د افغانستان د قوانينو خلاف د شپې په تياره کې نيول شوى و. کرزي وويل، د بهرنيو په ملاتړ د مخ پټو ټوپکوالو دغسې د نيمې شپې چاپې خلکو ته د روسانو د مهال نيونې وريادوي. د امنيت شورا دغه غړى د بډو په تور د لوى څارنوال په حکم څه موده وړاندې ونيول شو، خو د جمهور رئيس تر کلک غبرگون وروسته بېرته خوشې شو. كرزي په خپلو خبرو كې ژمنه وکړه، چې عدلي مقامات به پرېږدي، چې پر صالحي د فساد تورونه وپلټي. خو عدلي چارواكي، بار بار وايي، چې ښاغلى صالحي د پلټنو لپاره نه حاضرېږي. د دوى په وينا كه تر دريم جلب وروسته هم حاضر نشي، نو دوى به له نوور لارو چارو كار واخلي، ځكه دوى وايي، چې تر اوسه يې د هغه دفتر ته يو جلب ور استولى، خو هغه ندى حاضر شوي. بلخوا د ولسمشر وياند وحيد عمر وايي، چې صالحي هره ورځ لوى څارنوالۍ ته د پلټنو لپاره ورځي. د جمهور رئيس وياند وحيدعمر د يوې خبري غونډې په ترڅ كې وويل چې، د جمهوري رياست د امنيت شورا غړى ضيا صالحي د بشري حقوقو د اصولو پرخلاف نيول شوى و. د عمر په وينا، ضيا صالحي څه موده وړاندې د لويو جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې لخوا د شپې ناوخته د مكروريانو په سيمه كې نيول شوى وو. د نوموړي په خبره ضيا صالحي د يادې ادارې لخوا د لسو زرو امريكايي ډالرو د بډو اخستلو په تورنيول شوى و او اوسمهال يې دوسيه په څارنوالۍ كې تر څېړنې لاندې ده. وحيدعمر زياته كړه، د لويو جرمونو پر وړاندې ځانګړې اداره به له دې وروسته يوه خپلواكه اوغيرې سياسي اداره وي، چې د اساسي قانون له مخې به خپل كارونه تر سره كوي. د صالحي په قضیه کې د شپې چاپه د لوی څارنوال په امر ترسره شوې او ولسمشر کرزي یو قانوني عمل مات کړی دی. ولسمشر نه یوازې په خپله د فساد په وړاندې په مبارزه کې ټینګ نه دی، بلکې کومې ادارې، چې په دې برخه کې فعالې دې د هغوی ملاتړ هم نه کوي او هغه د صالحي په خوشې کولو سره په حقیقت کې د څارنوالۍ او په افغانستان کې د درنو جرمونو په وړاندې د مبارزې د ادارې پرخلاف عمل کړی دی. اوس خبره دا ده، چې ولې كرزى د صالحي ملاتړ كوي، او ولې نه پرېږدي، كوم شعار، چې دى او اداره يې وركوي، عملي شي. ښاغلى كرزى د خپلو خبرو په سر او پاى كې تل په دې ټينګار كوي، چې له دولته به اداري فساد له منځه وړي او همدا د نړيوالو غوښتنه هم ده. د يو شمېر نظر خاوندانو په وينا، ښايي له كرزي راچاپېره دوستان كرزي ته وايي، چې له صالحي دفاع وكړي، ځكه هغوى ځانونه په خطر كې ويني، كه صالحي د محكمې مېز ته راكش شو، نو بيا زمينه برابرېږي، چې د ده په څېر د نورو هغو شوكې او فساد هم رسوا شي. د دوى په وينا، دولت هر وخت په بې وسه او بې توانه خلكو قانون پلى كړى او هيڅكله يې هم لكه د ضيا صالحي په شان كسانو زور نه دى رسېدلى او نه پرې قانون پلى شوى. د صالحي محاکمې لا اقل د هغو فاسدو چارواکو لپاره یو خبرداری وو، چې پر کرزي راټول دي، خو جمهور رئیس په دغه کار سره نه یوازې د فساد په وړاندې مبارزه زیانمنه کړې، بلکې ډېر فاسد کسان یې هم ژغورلي دي.
  • منبع: آژانس خبري ايرکا
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.