بېرته
د صالحی ژغورل فساد ته لاره هواروی
د خپرېدو نېټه: 1389/06/06 0:0د خبر شمېره: 1604سرچینه: آژانس خبری ایرکا

افغان جمهور رئیس حامد کرزی ومنله، چې له عدلی تعقیب نه یې د خپل یوه نژدې همکار د ژغورلو لپاره مداخله کړې وه.
هغه د اې بی سی امریکایی ټلوېزیون ته وویل، ضیا صالحی یې ځکه له بنده وژغوره، چې د افغانستان د قوانینو خلاف د شپې په تیاره کې نیول شوى و.
کرزی وویل، د بهرنیو په ملاتړ د مخ پټو ټوپکوالو دغسې د نیمې شپې چاپې خلکو ته د روسانو د مهال نیونې وریادوی.
د امنیت شورا دغه غړى د بډو په تور د لوى څارنوال په حکم څه موده وړاندې ونیول شو، خو د جمهور رئیس تر کلک غبرگون وروسته بېرته خوشې شو.
کرزی په خپلو خبرو کې ژمنه وکړه، چې عدلی مقامات به پرېږدی، چې پر صالحی د فساد تورونه وپلټی.
خو عدلی چارواکی، بار بار وایی، چې ښاغلى صالحی د پلټنو لپاره نه حاضرېږی.
د دوى په وینا که تر دریم جلب وروسته هم حاضر نشی، نو دوى به له نوور لارو چارو کار واخلی، ځکه دوى وایی، چې تر اوسه یې د هغه دفتر ته یو جلب ور استولى، خو هغه ندى حاضر شوی.
بلخوا د ولسمشر ویاند وحید عمر وایی، چې صالحی هره ورځ لوى څارنوالۍ ته د پلټنو لپاره ورځی.
د جمهور رئیس ویاند وحیدعمر د یوې خبری غونډې په ترڅ کې وویل چې، د جمهوری ریاست د امنیت شورا غړى ضیا صالحی د بشری حقوقو د اصولو پرخلاف نیول شوى و.
د عمر په وینا، ضیا صالحی څه موده وړاندې د لویو جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې لخوا د شپې ناوخته د مکروریانو په سیمه کې نیول شوى وو.
د نوموړی په خبره ضیا صالحی د یادې ادارې لخوا د لسو زرو امریکایی ډالرو د بډو اخستلو په تورنیول شوى و او اوسمهال یې دوسیه په څارنوالۍ کې تر څېړنې لاندې ده.
وحیدعمر زیاته کړه، د لویو جرمونو پر وړاندې ځانګړې اداره به له دې وروسته یوه خپلواکه اوغیرې سیاسی اداره وی، چې د اساسی قانون له مخې به خپل کارونه تر سره کوی.
د صالحی په قضیه کې د شپې چاپه د لوی څارنوال په امر ترسره شوې او ولسمشر کرزی یو قانونی عمل مات کړی دی.
ولسمشر نه یوازې په خپله د فساد په وړاندې په مبارزه کې ټینګ نه دی، بلکې کومې ادارې، چې په دې برخه کې فعالې دې د هغوی ملاتړ هم نه کوی او هغه د صالحی په خوشې کولو سره په حقیقت کې د څارنوالۍ او په افغانستان کې د درنو جرمونو په وړاندې د مبارزې د ادارې پرخلاف عمل کړی دی.
اوس خبره دا ده، چې ولې کرزى د صالحی ملاتړ کوی، او ولې نه پرېږدی، کوم شعار، چې دى او اداره یې ورکوی، عملی شی.
ښاغلى کرزى د خپلو خبرو په سر او پاى کې تل په دې ټینګار کوی، چې له دولته به اداری فساد له منځه وړی او همدا د نړیوالو غوښتنه هم ده.
د یو شمېر نظر خاوندانو په وینا، ښایی له کرزی راچاپېره دوستان کرزی ته وایی، چې له صالحی دفاع وکړی، ځکه هغوى ځانونه په خطر کې وینی، که صالحی د محکمې مېز ته راکش شو، نو بیا زمینه برابرېږی، چې د ده په څېر د نورو هغو شوکې او فساد هم رسوا شی.
د دوى په وینا، دولت هر وخت په بې وسه او بې توانه خلکو قانون پلى کړى او هیڅکله یې هم لکه د ضیا صالحی په شان کسانو زور نه دى رسېدلى او نه پرې قانون پلى شوى.
د صالحی محاکمې لا اقل د هغو فاسدو چارواکو لپاره یو خبرداری وو، چې پر کرزی راټول دی، خو جمهور رئیس په دغه کار سره نه یوازې د فساد په وړاندې مبارزه زیانمنه کړې، بلکې ډېر فاسد کسان یې هم ژغورلی دی.