خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/06/14 0:0کد خبر: 1760

غزنی کې چاودنې 45 تنه ټپیان کړل

غزنی کې چاودنې 45 تنه ټپیان کړل - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه

په غزنی ښار کې تېره شپه ناوخته یوې زورورې چاودنې 45 تنه ټپیان کړل. دغه چاودنه په یوه مارکېټ کې رامنځ ته شوې، چې له کبله یې مارکېټ په بشپړه توګه نړېدلى او ورسره څنګ ته هوټل، جومات اوروغتون هم زیانمن شوى دى. غزنی کې ډاکټرانو ویلی، چې د پېښې د 45 ټپیانو درملنه یې کړې ده. د چاودنې ځاى ته نږدې جومات کې شل تنه ټپیان شوی دی. تراوسه د چاودنې لامل هم پوره څرګند نه دى، خو یو شمېر عام وګړی ادعا کوی، چې الوتکې پر دغې سیمې بم غورځولى. بلخوا چارواکی بیا دغه چاودنه په مارکېټ کې دننه د ځاى پر ځاى شویو چاودېدونکو توکو له امله بولی. د غزنی امنیه قوماندان سمونوال زړور زاهد، چې د پېښې پخلى کوی، وایی، د چاودنې له امله 25 تنه ټپیان ملکی روغتون ته وړل شوی دی. دى وایی، چې د چاودنې د لاملونو په اړه څېړنه روانه ده، خو دوى د چاودنې په ځاى کې د امونیم نایټریټ یا سپینې سرې ټوټې موندلې دی. د پېښې پړه لا چا پر غاړه نه ده اخیستې.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.