بېرته
غزنی کې چاودنې 45 تنه ټپیان کړل
د خپرېدو نېټه: 1389/06/14 0:0د خبر شمېره: 1760سرچینه: ایرکا خبری آژانس

په غزنی ښار کې تېره شپه ناوخته یوې زورورې چاودنې 45 تنه ټپیان کړل.
دغه چاودنه په یوه مارکېټ کې رامنځ ته شوې، چې له کبله یې مارکېټ په بشپړه توګه نړېدلى او ورسره څنګ ته هوټل، جومات اوروغتون هم زیانمن شوى دى.
غزنی کې ډاکټرانو ویلی، چې د پېښې د 45 ټپیانو درملنه یې کړې ده.
د چاودنې ځاى ته نږدې جومات کې شل تنه ټپیان شوی دی.
تراوسه د چاودنې لامل هم پوره څرګند نه دى، خو یو شمېر عام وګړی ادعا کوی، چې الوتکې پر دغې سیمې بم غورځولى.
بلخوا چارواکی بیا دغه چاودنه په مارکېټ کې دننه د ځاى پر ځاى شویو چاودېدونکو توکو له امله بولی.
د غزنی امنیه قوماندان سمونوال زړور زاهد، چې د پېښې پخلى کوی، وایی، د چاودنې له امله 25 تنه ټپیان ملکی روغتون ته وړل شوی دی.
دى وایی، چې د چاودنې د لاملونو په اړه څېړنه روانه ده، خو دوى د چاودنې په ځاى کې د امونیم نایټریټ یا سپینې سرې ټوټې موندلې دی.
د پېښې پړه لا چا پر غاړه نه ده اخیستې.