خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/06/23 0:0کد خبر: 1910

د راى پاڼو د لېږد عمومی بهیر پیل شو

د راى پاڼو د لېږد عمومی بهیر پیل شو - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د ولایتونوله مرکزونوڅخه د رایو ورکولو مرکزونو ته د راى پاڼو د لېږدولو عمومی بهیر پرون پیل شو. د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ویاند نورمحمد نور وویل، چې هڅه کېږی، څو دغه پروګرام د رایو ورکولو تر ورځې بشپړ شی. نور وویل، چې د راى پاڼو لېږد، ځاى پرځاى کول او ساتنه تر کلکو امنیتی تدابیرو لاندې ترسره کېږی. د نور د معلوماتو له مخې، په بدخشان کې د ځینو سیمو د سختو لارو له امله یو شمېر مرکزونو ته مخکې راى پاڼې لېږدول شوې دی. دراى پاڼو لېږد په داسې حال کې پیل شو، چې درایو ورکولو د جعلی کارتونو د واردېدو وېره شته ده. د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ویاند نورمحمد نور وایی، چې کارکوونکی یې د جعلی کارتونو د کارونې د مخنیوی لپاره کارتونه په ډېر دقت بررسی کوی. همدارنګه نوموړی زیاته کړه، چې هغوى د رایو ورکولو په مرکزونو کې له موظفو امنیتی ځواکونو غوښتی دی، څو هغو کسانو ته، چې د رایو ورکولو عمر یې (18 کلنۍ) ته نه وی رسېدلی، د رایو ورکولو اجازه ورنکړی. د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسی جرګې د راتلونکیو ټاکنو لپاره د رایو ورکولو 6835 مرکزونه پلان کړی وو، خو 938 مرکزونه د امنیتی ستونزو له امله تړل شوی اعلان شول. ټاکل شوې ده، چې د ولسی جرګې ټاکنې د روانې میاشتې په 27مه، ترسره شی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.