بېرته
د راى پاڼو د لېږد عمومی بهیر پیل شو
د خپرېدو نېټه: 1389/06/23 0:0د خبر شمېره: 1910سرچینه: ایرکا خبری آژانس

د ولایتونوله مرکزونوڅخه د رایو ورکولو مرکزونو ته د راى پاڼو د لېږدولو عمومی بهیر پرون پیل شو.
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ویاند نورمحمد نور وویل، چې هڅه کېږی، څو دغه پروګرام د رایو ورکولو تر ورځې بشپړ شی.
نور وویل، چې د راى پاڼو لېږد، ځاى پرځاى کول او ساتنه تر کلکو امنیتی تدابیرو لاندې ترسره کېږی.
د نور د معلوماتو له مخې، په بدخشان کې د ځینو سیمو د سختو لارو له امله یو شمېر مرکزونو ته مخکې راى پاڼې لېږدول شوې دی.
دراى پاڼو لېږد په داسې حال کې پیل شو، چې درایو ورکولو د جعلی کارتونو د واردېدو وېره شته ده.
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ویاند نورمحمد نور وایی، چې کارکوونکی یې د جعلی کارتونو د کارونې د مخنیوی لپاره کارتونه په ډېر دقت بررسی کوی.
همدارنګه نوموړی زیاته کړه، چې هغوى د رایو ورکولو په مرکزونو کې له موظفو امنیتی ځواکونو غوښتی دی، څو هغو کسانو ته، چې د رایو ورکولو عمر یې (18 کلنۍ) ته نه وی رسېدلی، د رایو ورکولو اجازه ورنکړی.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسی جرګې د راتلونکیو ټاکنو لپاره د رایو ورکولو 6835 مرکزونه پلان کړی وو، خو 938 مرکزونه د امنیتی ستونزو له امله تړل شوی اعلان شول.
ټاکل شوې ده، چې د ولسی جرګې ټاکنې د روانې میاشتې په 27مه، ترسره شی.