خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/07/29 0:0کد خبر: 2431

بمی چاودنې شپږو امنیتی سرتېرو ته مرګ ژوبله واړوله

بمی چاودنې شپږو امنیتی سرتېرو ته مرګ ژوبله واړوله - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د پاکستان په قبایلی سیمې خیبر ایجنسۍ کې د نیمه پوځیانو پر یوه موټر د ریموټ کنټرول ماین چاودنه شوې، چې په ترڅ کې یې 3 سرتیری مړه او 3 نور ټپیان شول. ځایی چارواکو رسنیو ته ویلی، چې دغه پېښه تېره ورځ له ماسپښین وروسته د باړې په ملک دین خېلو سیمه کې رامنځته شوې. د سرچینې په وینا، له چاودنې وروسته سیمه د پولیسو لخوا محاصره شوه او د مجرمینو د نیولو په موخه یې عملیات پیل کړل، خو لا یې په دې تور څوک نه دی نیولی. د خیبر پښتونخوا په دغه سیمه کې حالات له ډېرې مودې راهیسې خراب دی، چې څو ځله پکې د ترهګرو پروړاندې عملیات هم تر سره شوی. د معلوماتو له مخې په دغه سیمه کې پر پولیسو او نیمه پوځیانو دا دریمه حمله ده، چې تر سره شوه. تر دې وړاندې پېښور ته نږدې په زړې باړې کې یوه ځوان د پولیسو د تالاشۍ پر پوستې د لاسی بم برید وکړ، چې په کې د 2 عامو خلکو په شمول یو پولیس افسر ټپیان شول او ځوابی برید کې 16 کلن بریدګر ووژل شو. د پولیسو په وینا، له پېښې وروسته یې 5 شکمن کسان نیولی وو. بلخوا د مهمند ایجنسۍ په بایزۍ سیمه کې د نیمه پوځیانو موټر په ورځنی ګشت بوخت وو، چې د سړک د غاړې پر ښخ شوی ماین ور برابر شول او په ترڅ کې یې موټر کې سپاره 6 سرتیری ټپیان شول.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.