بېرته
بمی چاودنې شپږو امنیتی سرتېرو ته مرګ ژوبله واړوله
د خپرېدو نېټه: 1389/07/29 0:0د خبر شمېره: 2431سرچینه: ایرکا خبری آژانس

د پاکستان په قبایلی سیمې خیبر ایجنسۍ کې د نیمه پوځیانو پر یوه موټر د ریموټ کنټرول ماین چاودنه شوې، چې په ترڅ کې یې 3 سرتیری مړه او 3 نور ټپیان شول.
ځایی چارواکو رسنیو ته ویلی، چې دغه پېښه تېره ورځ له ماسپښین وروسته د باړې په ملک دین خېلو سیمه کې رامنځته شوې.
د سرچینې په وینا، له چاودنې وروسته سیمه د پولیسو لخوا محاصره شوه او د مجرمینو د نیولو په موخه یې عملیات پیل کړل، خو لا یې په دې تور څوک نه دی نیولی.
د خیبر پښتونخوا په دغه سیمه کې حالات له ډېرې مودې راهیسې خراب دی، چې څو ځله پکې د ترهګرو پروړاندې عملیات هم تر سره شوی.
د معلوماتو له مخې په دغه سیمه کې پر پولیسو او نیمه پوځیانو دا دریمه حمله ده، چې تر سره شوه.
تر دې وړاندې پېښور ته نږدې په زړې باړې کې یوه ځوان د پولیسو د تالاشۍ پر پوستې د لاسی بم برید وکړ، چې په کې د 2 عامو خلکو په شمول یو پولیس افسر ټپیان شول او ځوابی برید کې 16 کلن بریدګر ووژل شو.
د پولیسو په وینا، له پېښې وروسته یې 5 شکمن کسان نیولی وو.
بلخوا د مهمند ایجنسۍ په بایزۍ سیمه کې د نیمه پوځیانو موټر په ورځنی ګشت بوخت وو، چې د سړک د غاړې پر ښخ شوی ماین ور برابر شول او په ترڅ کې یې موټر کې سپاره 6 سرتیری ټپیان شول.