خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/07/29 0:0کد خبر: 2432

هلمند ته د کورنیو چارو وزیر ستر جنرال بسم الله محمدی سفر

هلمند ته د کورنیو چارو وزیر ستر جنرال بسم الله محمدی سفر - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د هېواد د کورنیو چارو وزیر د هلمند ولایت نادعلی ولسوالۍ ته د یو لنډ سفر پر مهال ویلی دی، چې په هلمند کې امنیت تر پخوا ښه شوى. د هېواد د کورنیو چارو وزیر ستر جنرال بسم الله محمدی هلمند ولایت ته د خپل سفر پر مهال په نادعلی ولسوالۍ کې له ځایی چارواکو او قومی مشرانو سره د لیدلو پرمهال وویل، چې په دې په هلمند ولایت کې د ملی پولیسو شمېره تر پخوا دوه برابره شوې، چې په وینا یې، د دې ولایت په ډېرو سیمو کې امنیت ښه شوى او بیارغونې ته لاره هواره شوې ده. د نوموړی هلمند ولایت ته د امنیتی وضیعت د ارزونې او د پولیسو او امنتې ځواکونو پر وړاندې د شته ستونزو د حلولو په موخه سفر کړى و. د کورنیو چارو وزیر له ځایې قومی مشرانو سره د لیدلو پرمهال له هغوى غوښتنه وکړه، چې له امنتی ځواکونو سره مرسته وکړی او خپل ځوانان د پولیسو لیکو ته ولیږی. د سترجنرال بسم الله محمد د سفر پر مهال د هلمند والی محمدګلاب منګل هم شتون درلود، نوموړی وویل، چې اوس مهال د مرکزی دولت پاملرنه دې ولایت ته اوښتې ده، چې له همدې کبله په دې ولایت کې امنیت له ټینګښت سره سم د بیارغونې کارونه پیل شوی دی . والی زیاته کړه، چې په هلمند ولایت کې دوه د پولیسو روزنیز مرکزونه اوس مهال فعال دی، چې تر دې مهاله یې سلګونه پولیس روزلی دی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.