بېرته
هلمند ته د کورنیو چارو وزیر ستر جنرال بسم الله محمدی سفر
د خپرېدو نېټه: 1389/07/29 0:0د خبر شمېره: 2432سرچینه: ایرکا خبری آژانس

د هېواد د کورنیو چارو وزیر د هلمند ولایت نادعلی ولسوالۍ ته د یو لنډ سفر پر مهال ویلی دی، چې په هلمند کې امنیت تر پخوا ښه شوى.
د هېواد د کورنیو چارو وزیر ستر جنرال بسم الله محمدی هلمند ولایت ته د خپل سفر پر مهال په نادعلی ولسوالۍ کې له ځایی چارواکو او قومی مشرانو سره د لیدلو پرمهال وویل، چې په دې په هلمند ولایت کې د ملی پولیسو شمېره تر پخوا دوه برابره شوې، چې په وینا یې، د دې ولایت په ډېرو سیمو کې امنیت ښه شوى او بیارغونې ته لاره هواره شوې ده.
د نوموړی هلمند ولایت ته د امنیتی وضیعت د ارزونې او د پولیسو او امنتې ځواکونو پر وړاندې د شته ستونزو د حلولو په موخه سفر کړى و.
د کورنیو چارو وزیر له ځایې قومی مشرانو سره د لیدلو پرمهال له هغوى غوښتنه وکړه، چې له امنتی ځواکونو سره مرسته وکړی او خپل ځوانان د پولیسو لیکو ته ولیږی.
د سترجنرال بسم الله محمد د سفر پر مهال د هلمند والی محمدګلاب منګل هم شتون درلود، نوموړی وویل، چې اوس مهال د مرکزی دولت پاملرنه دې ولایت ته اوښتې ده، چې له همدې کبله په دې ولایت کې امنیت له ټینګښت سره سم د بیارغونې کارونه پیل شوی دی .
والی زیاته کړه، چې په هلمند ولایت کې دوه د پولیسو روزنیز مرکزونه اوس مهال فعال دی، چې تر دې مهاله یې سلګونه پولیس روزلی دی.