خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
طالبانو دپاکستان په قبایلی سیمې کې امریکا ته دجاسوسۍ په تور درې تنه وژلی دی

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
زمونږ خبریال د شمالی وزیرستان له مرکز میرانشاه څخه راپور راکړ، ددغو کسانو مړی چې دوه پکې پولیسان دی ، نن سهار د میرعلی ،په ایسوری سیمې کې پیدا شوی دی.
دغه کسان دطالبانو له لوری امریکا ته په جا سوسی تورن وو.
په تیرو اوو کلونو کې په وزیرستان کې امریکا ته د جاسوسۍ په تور په سلګونه کسان د طالبانو له لوری وژل شوی دی او هیڅکله هم د هغوی دجرم داثبات او له ځانه د تورنوکسانو د دفاع لپاره کومه محکمه نه ده شوې.
همداراز د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې هم دطالبانو له لوری په سلګونه کسان امریکا ته دجاسوسۍ په تور تورن دی او په سلګونه یې هم په دې تور وژلی دی.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.