زمونږ خبریال د شمالی وزیرستان له مرکز میرانشاه څخه راپور راکړ، ددغو کسانو مړی چې دوه پکې پولیسان دی ، نن سهار د میرعلی ،په ایسوری سیمې کې پیدا شوی دی. دغه کسان دطالبانو له لوری امریکا ته په جا سوسی تورن وو. په تیرو اوو کلونو کې په وزیرستان کې امریکا ته د جاسوسۍ په تور په سلګونه کسان د طالبانو له لوری وژل شوی دی او هیڅکله هم د هغوی دجرم داثبات او له ځانه د تورنوکسانو د دفاع لپاره کومه محکمه نه ده شوې. همداراز د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې هم دطالبانو له لوری په سلګونه کسان امریکا ته دجاسوسۍ په تور تورن دی او په سلګونه یې هم په دې تور وژلی دی.