خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/12/12 0:0کد خبر: 4287

اوباما او کرزی په ستراتیژیک تړون غږیدلی دی

اوباما او کرزی په ستراتیژیک تړون غږیدلی دی  - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د افغانستان او امریکا ولسمشرانو یو ځل بیا پر ستراتیژیکوملګرتیاوو غږیدلی دی . له کابل څخه د فارس خبری اژانس د راپور له مخې د افغانستان د ولسمشر حامدکرزی او د امریکا د ولسمشر باراک اوباما په دغه دغه ویډیو کنفرانس کښې د دواړو هېوادونو تر منځ د ستراتیژیکو ملګرتیاوو د یوه نوی تړون په اړه خبرې کړی او ویلی دی، چې دا تړون به ډیر ژر چمتو شی. د افغانستان دولسمشرۍ دفتر په یوه بیانیه کښې وایی ولسمشر کرزی په دې تماس کې په افغانستان کې د ملکی خلکو په مرګ ژوبله خبرې کړی او هغه یی یوه جدی ستونزه بللې. ددغه خبر له مخې اوباما هم د ولسی مرګ ژوبلی په اړه خواشینی څرګنده کړې او خپلو پوځی چارواکو ته یې لارښوونه کړې، چې په افغانستان کې د ولسی خلکو د وژنې د مخنیوی لپاره لازم ګامونه واخلی. دا په داسی حال کښې دی چی د امریکایی سرغنو لخوا تل ددغه ډول لارښوونو خبری شوی دی خو تراوسه یې اپوټه پایله درلودلی او د بهرنیو په تیره بیا د امریکایی عسکرو په ړندو حملو کښې د ملکیانو وژله ورځ تر بلې زیاتیږی . د امریکا له هڅو سره سره تراوسه د کابل او واشنګټن دستراتیژیک تړون موافقه نه ده تدوین شوی خو په دې اړه د دواړو هیوادونو کاری ډله خبرې اترې کوی . ددغه سترایتژیک تړون یوه ماده په افغانستان کښې د دایمی اډو جوړول دی او داسی ښکارې چې ولسمشر کرزی ددغه چارې د تحقق لپاره یو لړ شرطونه ایښی دی چې دایمې سوله ، د افغانستان ګاونډیانو ته د ډاډ ورکول ، او د افغانستان په کورنیو چارو کښې نه لاسوهنه د هغو له جملی دی .
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.