بېرته
اوباما او کرزی په ستراتیژیک تړون غږیدلی دی
د خپرېدو نېټه: 1389/12/12 0:0د خبر شمېره: 4287سرچینه: ایرکا خبری آژانس

د افغانستان او امریکا ولسمشرانو یو ځل بیا پر ستراتیژیکوملګرتیاوو غږیدلی دی .
له کابل څخه د فارس خبری اژانس د راپور له مخې د افغانستان د ولسمشر حامدکرزی او د امریکا د ولسمشر باراک اوباما په دغه دغه ویډیو کنفرانس کښې د دواړو هېوادونو تر منځ د ستراتیژیکو ملګرتیاوو د یوه نوی تړون په اړه خبرې کړی او ویلی دی، چې دا تړون به ډیر ژر چمتو شی.
د افغانستان دولسمشرۍ دفتر په یوه بیانیه کښې وایی ولسمشر کرزی په دې تماس کې په افغانستان کې د ملکی خلکو په مرګ ژوبله خبرې کړی او هغه یی یوه جدی ستونزه بللې.
ددغه خبر له مخې اوباما هم د ولسی مرګ ژوبلی په اړه خواشینی څرګنده کړې او خپلو پوځی چارواکو ته یې لارښوونه کړې، چې په افغانستان کې د ولسی خلکو د وژنې د مخنیوی لپاره لازم ګامونه واخلی.
دا په داسی حال کښې دی چی د امریکایی سرغنو لخوا تل ددغه ډول لارښوونو خبری شوی دی خو تراوسه یې اپوټه پایله درلودلی او د بهرنیو په تیره بیا د امریکایی عسکرو په ړندو حملو کښې د ملکیانو وژله ورځ تر بلې زیاتیږی .
د امریکا له هڅو سره سره تراوسه د کابل او واشنګټن دستراتیژیک تړون موافقه نه ده تدوین شوی خو په دې اړه د دواړو هیوادونو کاری ډله خبرې اترې کوی .
ددغه سترایتژیک تړون یوه ماده په افغانستان کښې د دایمی اډو جوړول دی او داسی ښکارې چې ولسمشر کرزی ددغه چارې د تحقق لپاره یو لړ شرطونه ایښی دی چې دایمې سوله ، د افغانستان ګاونډیانو ته د ډاډ ورکول ، او د افغانستان په کورنیو چارو کښې نه لاسوهنه د هغو له جملی دی .