خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1390/03/02 0:0کد خبر: 5426

د وسله والو طالبان مشر ملا محمد عمر ووژل شو

د وسله والو طالبان مشر ملا محمد عمر ووژل شو - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه

يوې افغان امنيتي سرچينې، چې نه يې غوښتل نوم يې په رسنيو كې واخيستل شي، ويلي، چې د وسله والو طالبانو مشر ملا محمد عمر پاكستان كې ووژل شو. دغې امنيتي سرچينې رسنيو ته ويلي، چې ملا عمر څو ورځې دمخه د كوټې او شمالي وزيريستان پر لاره وژل شوى دى. د سرچينې د معلوماتو له مخې د پاکستان استخباراتي ادارې اى اېس اى د خپل پخواني مشر جنرال حميد ګل په وسيله غوښتل، چې ملا عمر له کويټې څخه شمالي وزيرستان ته انتقال کړي، چې پر لاره د اى اېس اى او سراج الدين حقاني ډلې لخوا ووژل شو. يادې سرچينې زياته کړې، چې پاکستان غوښتل ملا عمر د افغانستان پولې ته څېرمه په کومه سيمه کې ووژني، څو نړيوالو ته وښيي، چې ملا عمر د پاکستان په ښاري سيمو کې نه اوسېده. تر اوسه رسمي سرچينو د ملا عمر د وژل کېدو پخلى نه دى كړى. د امريکا جمهور ريئس بارک اوباما پرون په يوه مرکه کې ويلي وو، چې که پاکستان کې د القاعدې د کوم مشر يا ملا عمر د شتون په اړه معلومات ترلاسه کړي، نو يو ځل بيا به په دغه هېواد کې خپلسري عمليات ترسره کړي.
  • منبع: ايرکا خبري آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.