بېرته
د وسله والو طالبان مشر ملا محمد عمر ووژل شو
د خپرېدو نېټه: 1390/03/02 0:0د خبر شمېره: 5426سرچینه: ایرکا خبری آژانس

یوې افغان امنیتی سرچینې، چې نه یې غوښتل نوم یې په رسنیو کې واخیستل شی، ویلی، چې د وسله والو طالبانو مشر ملا محمد عمر پاکستان کې ووژل شو.
دغې امنیتی سرچینې رسنیو ته ویلی، چې ملا عمر څو ورځې دمخه د کوټې او شمالی وزیریستان پر لاره وژل شوى دى.
د سرچینې د معلوماتو له مخې د پاکستان استخباراتی ادارې اى اېس اى د خپل پخوانی مشر جنرال حمید ګل په وسیله غوښتل، چې ملا عمر له کویټې څخه شمالی وزیرستان ته انتقال کړی، چې پر لاره د اى اېس اى او سراج الدین حقانی ډلې لخوا ووژل شو.
یادې سرچینې زیاته کړې، چې پاکستان غوښتل ملا عمر د افغانستان پولې ته څېرمه په کومه سیمه کې ووژنی، څو نړیوالو ته وښیی، چې ملا عمر د پاکستان په ښاری سیمو کې نه اوسېده.
تر اوسه رسمی سرچینو د ملا عمر د وژل کېدو پخلى نه دى کړى.
د امریکا جمهور ریئس بارک اوباما پرون په یوه مرکه کې ویلی وو، چې که پاکستان کې د القاعدې د کوم مشر یا ملا عمر د شتون په اړه معلومات ترلاسه کړی، نو یو ځل بیا به په دغه هېواد کې خپلسری عملیات ترسره کړی.