خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1390/05/19 0:0کد خبر: 6298

طالبان د 7 امریکایی عسکرو د وژلو ادعا کوی

طالبان د 7 امریکایی عسکرو د وژلو ادعا کوی  - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د طالبانو ویندوی د 7 امریکایی عسکرو د وژل کیدو اود یو شمیر کورنیو عسکرو په ګډون د څلورو امریکایی ټانګونو د له منځه وړلو خبر ورکړ د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد مونږ ته وویل چې نن یوه بجه د ننګرهار ولایت خوګیاڼو ولسوالئ په نوی درګی سیمه کې په امریکایی عسکرو چاودنه وشوه او بیا ورباندې برید هم تر سره شو چې له امله ېې د امریکایی عسکرو دوه ټانګونه ویجاړ او 5 امریکایی عسکر ووژل شول . مجاهد زیاته کړه په همدې سیمه کې نن سهار هم د امریکایی عسکرو یو ټانګ د ماین په مټ والوزول شو او سپرو عسکرو ته ېې پکې مرګ ژوبله واوښته . مجاهد همدغه راز وویل چې نن 9 بجې د کونړ ولایت ماڼوګۍ ولسوالۍ په متین سیمه کې په کورنیو عسکرو وسله وال برید تر سره شو چې له امله ېې 3 عسکر ووژل شول او 2 نور ټپیان شول . مجاهد په یوه بل خبر کې هم وویل چې نن دوې بجې د پکتیا ولایت ځاځی اریوب ولسوالۍ په علی خیلو سیمه کې په امریکایی عسکرو د برید په ترځ کې د هغوی یو ټانګ ویجاړ ، دوه امریکایی عسکر مړه او 3 نور ژوبل شول د طالبانو بل ویندویی قاری یوسف احمدی هم مونږ ته وویل چې نن لس بجې د زابل ولایت مرکز قلات ښار د بابابک په سیمه کې د دوی ملګرو یو سرف ډوله موټر په ماین والوزاوه او درې عسکر ېې پکې ووژل احمدی زیاته کړه تیر ماسپښین هم د شاجوی ولسوالئ په کجې خیلو سیمه کې په جګړه کې د یوې پوستې دری عسکر وژل شوې چې د ده په وینا بیا وروسته په سیمه بمبارد هم وشو خو هغه په دې اړه نور جزیات ورنه کړل .
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.