بېرته
طالبان د 7 امریکایی عسکرو د وژلو ادعا کوی
د خپرېدو نېټه: 1390/05/19 0:0د خبر شمېره: 6298سرچینه: ایرکا خبری آژانس

د طالبانو ویندوی د 7 امریکایی عسکرو د وژل کیدو اود یو شمیر کورنیو عسکرو په ګډون د څلورو امریکایی ټانګونو د له منځه وړلو خبر ورکړ
د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد مونږ ته وویل چې
نن یوه بجه د ننګرهار ولایت خوګیاڼو ولسوالئ په نوی درګی سیمه کې په امریکایی عسکرو چاودنه وشوه او بیا ورباندې برید هم تر سره شو چې له امله ېې د امریکایی عسکرو دوه ټانګونه ویجاړ او 5 امریکایی عسکر ووژل شول .
مجاهد زیاته کړه په همدې سیمه کې نن سهار هم د امریکایی عسکرو یو ټانګ د ماین په مټ والوزول شو او سپرو عسکرو ته ېې پکې مرګ ژوبله واوښته .
مجاهد همدغه راز وویل چې نن 9 بجې د کونړ ولایت ماڼوګۍ ولسوالۍ په متین سیمه کې په کورنیو عسکرو وسله وال برید تر سره شو چې له امله ېې 3 عسکر ووژل شول او 2 نور ټپیان شول .
مجاهد په یوه بل خبر کې هم وویل چې نن دوې بجې د پکتیا ولایت ځاځی اریوب ولسوالۍ په علی خیلو سیمه کې په امریکایی عسکرو د برید په ترځ کې د هغوی یو ټانګ ویجاړ ، دوه امریکایی عسکر مړه او 3 نور ژوبل شول
د طالبانو بل ویندویی قاری یوسف احمدی هم مونږ ته وویل چې نن لس بجې د زابل ولایت مرکز قلات ښار د بابابک په سیمه کې د دوی ملګرو یو سرف ډوله موټر په ماین والوزاوه او درې عسکر ېې پکې ووژل
احمدی زیاته کړه تیر ماسپښین هم د شاجوی ولسوالئ په کجې خیلو سیمه کې په جګړه کې د یوې پوستې دری عسکر وژل شوې چې د ده په وینا بیا وروسته په سیمه بمبارد هم وشو خو هغه په دې اړه نور جزیات ورنه کړل .