خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
د سټراټژیک تړون په اړه له هندی چارواکو سره د کرزی خبرې اترې

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
د افغانستان ولسمشر حامد کرزی هند ته په خپل سفر کې ددې هېواد د بهرنیو چارو له وزیر او د ملی امنیت له سلاکار سره د دوه اړخیزه اړیکو او سټراټژیک تړون د لاسلیکولو په اړه خبرې اترې وکړې.
د هند د بهرنیو چارو وزیر په دې کتنه کې وویل چې د سیاسی، امنیتی، اقتصادی او کلتوری اړیکو په چوکاټ کې به د کابل او نوی ډهلی د سټراټژیک تړون لاسلیک به ددواړو هېوادونود ملګرتیاپراخه کړی.
اس ام کریشنا همدارنګه په هند کې د افغان زده کوونکو پر روزنه هم ټینګار وکړ.
حامد کرزی او اس ام کریشنا همدارنګه د افغانستان درغونې د هغو طرحو په اړه چې هند یې جاجوی هم خبرې اترې وکړې.
ولسمشر کرزی نن سهار دیوه لوړ پوړی پلاوی په مشرۍ نوی ډهلی ته و لاړ.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.