د افغانستان ولسمشر حامد کرزی هند ته په خپل سفر کې ددې هېواد د بهرنیو چارو له وزیر او د ملی امنیت له سلاکار سره د دوه اړخیزه اړیکو او سټراټژیک تړون د لاسلیکولو په اړه خبرې اترې وکړې. د هند د بهرنیو چارو وزیر په دې کتنه کې وویل چې د سیاسی، امنیتی، اقتصادی او کلتوری اړیکو په چوکاټ کې به د کابل او نوی ډهلی د سټراټژیک تړون لاسلیک به ددواړو هېوادونود ملګرتیاپراخه کړی. اس ام کریشنا همدارنګه په هند کې د افغان زده کوونکو پر روزنه هم ټینګار وکړ. حامد کرزی او اس ام کریشنا همدارنګه د افغانستان درغونې د هغو طرحو په اړه چې هند یې جاجوی هم خبرې اترې وکړې. ولسمشر کرزی نن سهار دیوه لوړ پوړی پلاوی په مشرۍ نوی ډهلی ته و لاړ.