خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
پنځه تنه برمته شوې صحی کارکوونکی خوشی شول

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
دکندهار ولایت دمیوند ولسوالۍ د لوى کاریز په مربوطاتو کی څو ورځی وړاندی د HDS موسسې پنځه تنه صحی کارکوونکی چې تښتول شوی وی ، نن خوشی شول.
نوموړ کسان د میوند ولسوالى د ولسوال، قومی مشرانو او شوراء د غړو په هلوځلو دتښوونکو له منګولی خوشی شوی .
دکندهار ولایت دعامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالقیوم پخلا د برمته شوو صحى کار کوونکو په خوشی کیدو خوښی وښوده او وویل:
«ډاکټران په هیڅ سیاسی ډلې پورې تړلی اشخاص نه دی د دوى یوازنۍ هدف خلګو ته صحی اسانتیاوی برابرول دی هغه اشخاص که په هر نژاد او هر مذهب پوری تړلى وی.»
دیادولو وړه ده چې څو ورځې وړاندې د HDS موسسې پنځه کارکونکی د ناپیژدل شوو وسله والو کسانو لخوا برمته شوی ول ، چې اوس مهال خوشی شوی دی.
- منبع: آژانس خبری ایرکا
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.