خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
له کابل نه پنجوایی ته پر تللی پلاوی وسلوال برید شوى

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
د کندهار ولایت د مطبوعاتی دفتر مسوول زلمی ایوبی د کب پر 23مه پژواک اژانس ته وویل، چې نن شاوخوا 12بجې له مرکز کابل څخه د پنجوایی پېښې د څېړلو په موخه پر راغلی پلاوی وسلوال برید وشو.
د هغه په وینا، نښته هغه مهال رامنځ ته شوه، چې پلاوی د قربانی شوو کورنیو له غړو سره لیدنه کوله.
نوموړی وویل، چې په دې پېښه کې یواځې د سیمې یو ملکی وګړى ټپی شوى او نور چا ته زیان نه دى اوښتى.
ایوبی وایی، چې په سیمه کې د وسلوالو طالبانو او پولیسو تر منځ نښته رامنځته شوې او له لږ وخت نښتې وروسته وسلوال وتښتېدل.
په یاد پلاوی کې، چې مشری یې لوى درستیز جنرال شېرمحمد کریمی کوی، د کورنیو چارو وزارت او ملی امنیت ریاست مرستیالان، د ولسمشر کرزی دوه وروڼه، د کندهار والی، د قومونو او قبایلو چارو وزیر اسدالله خالد او د کندهار امنیه قوماندان شامل دی.
وسلوالو طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دی ویلی.
د تېرې یکشنبې په ورځ امریکایی ځواکونه د کندهار په پنجوایی ولسوالۍ کې پر څو کورونو بریدونه وکړل، چې په کې د ښځو او ماشومانو په ګډون یې 16 عام وګړی و وژل او پنځه نور یې ټپیان کړل.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر او دفاع وزیر یې د ټیلېفونی اړیکو په ترڅ کې کرزی ته ویلی، چې د یادې پېښې موضوع به په جدی توګه وڅېړی او عدالت به په کې تامین کړی.
د امریکا دفاع وزیر ویلی، چې د یادې پېښې عاملین به مجازات شی.
ولسی جرګې هم د یادې پېښې په غبرګون کې تېره ورځ خپله دروازه د یوې ورځې لپاره وتړله.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.