د کندهار ولایت د مطبوعاتی دفتر مسوول زلمی ایوبی د کب پر 23مه پژواک اژانس ته وویل، چې نن شاوخوا 12بجې له مرکز کابل څخه د پنجوایی پېښې د څېړلو په موخه پر راغلی پلاوی وسلوال برید وشو. د هغه په وینا، نښته هغه مهال رامنځ ته شوه، چې پلاوی د قربانی شوو کورنیو له غړو سره لیدنه کوله. نوموړی وویل، چې په دې پېښه کې یواځې د سیمې یو ملکی وګړى ټپی شوى او نور چا ته زیان نه دى اوښتى. ایوبی وایی، چې په سیمه کې د وسلوالو طالبانو او پولیسو تر منځ نښته رامنځته شوې او له لږ وخت نښتې وروسته وسلوال وتښتېدل. په یاد پلاوی کې، چې مشری یې لوى درستیز جنرال شېرمحمد کریمی کوی، د کورنیو چارو وزارت او ملی امنیت ریاست مرستیالان، د ولسمشر کرزی دوه وروڼه، د کندهار والی، د قومونو او قبایلو چارو وزیر اسدالله خالد او د کندهار امنیه قوماندان شامل دی. وسلوالو طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دی ویلی. د تېرې یکشنبې په ورځ امریکایی ځواکونه د کندهار په پنجوایی ولسوالۍ کې پر څو کورونو بریدونه وکړل، چې په کې د ښځو او ماشومانو په ګډون یې 16 عام وګړی و وژل او پنځه نور یې ټپیان کړل. دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر او دفاع وزیر یې د ټیلېفونی اړیکو په ترڅ کې کرزی ته ویلی، چې د یادې پېښې موضوع به په جدی توګه وڅېړی او عدالت به په کې تامین کړی. د امریکا دفاع وزیر ویلی، چې د یادې پېښې عاملین به مجازات شی. ولسی جرګې هم د یادې پېښې په غبرګون کې تېره ورځ خپله دروازه د یوې ورځې لپاره وتړله.