خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1391/01/01 0:0کد خبر: 9255

د کورنیو چارو وزارت د نوروز د نمانځلو په موخه کلک امنیتی تدابیر نیولی

د کورنیو چارو وزارت د نوروز د نمانځلو په موخه کلک امنیتی تدابیر نیولی - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د کورنیو چارو وزارت وایی چې د نوی لمریز کال د نمانځلو د امنیت ساتلو لپاره یې ځانګړی امنیتی تدابیر نیولی دی. د کورنیو چارو وزارت ویاند غلام صدیق صدیقی د وری په لومړۍ نېټه، وویل چې د 1391 لمریز کال د نوروز ورځې د نمانځنې د مراسمو د امنیت د ټینګښت په موخه یې ګڼ شمېر پولیس په دندو ګومارلی دی. د هغه په وینا، د امنیت د ټینګښت په موخه یې د پولیسو په کاری ساعتونو کې زیاتوالى راوستى دى. نوموړی وویل ، چې په کابل کې د پولیسو احتیاطی قطعات هم په دندو ګومارل شوی او امنیت په پوره ډول ټینګ دى. د ویاند په خبره، تراوسه پورې کومه امنیتی پېښه نه ده رامنځ ته شوې. دى وایی، چې تېره شپه یو شمېر د کابل ښاریانو د لوبو پټاقۍ الوځولی او ځینو خلکو ته یې اندېښنې پیدا کړې دی. د هغه په وینا، څو ځلې یې له خلکو غوښتی چې د پټاقیو له الوځولو څخه دې ډډه وکړی؛ خو له دې سره هم تېره شپه دا پېښې تکرار شوې، چې په وینا یې د اندېښنې وړ نه دی. د یادونې وړ ده، چې نن د بلخ ولایت په مزار شریف کې د حضرت علی (ع) د روضې جنډه هم پورته شوه او په کابل کې هم د کارته سخی په سیمه کې د نورز ورځې مراسم نمانځل کېږی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.