بېرته
د کورنیو چارو وزارت د نوروز د نمانځلو په موخه کلک امنیتی تدابیر نیولی
د خپرېدو نېټه: 1391/01/01 0:0د خبر شمېره: 9255سرچینه: ایرکا خبری آژانس

د کورنیو چارو وزارت وایی چې د نوی لمریز کال د نمانځلو د امنیت ساتلو لپاره یې ځانګړی امنیتی تدابیر نیولی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند غلام صدیق صدیقی د وری په لومړۍ نېټه، وویل چې د 1391 لمریز کال د نوروز ورځې د نمانځنې د مراسمو د امنیت د ټینګښت په موخه یې ګڼ شمېر پولیس په دندو ګومارلی دی.
د هغه په وینا، د امنیت د ټینګښت په موخه یې د پولیسو په کاری ساعتونو کې زیاتوالى راوستى دى.
نوموړی وویل ، چې په کابل کې د پولیسو احتیاطی قطعات هم په دندو ګومارل شوی او امنیت په پوره ډول ټینګ دى.
د ویاند په خبره، تراوسه پورې کومه امنیتی پېښه نه ده رامنځ ته شوې.
دى وایی، چې تېره شپه یو شمېر د کابل ښاریانو د لوبو پټاقۍ الوځولی او ځینو خلکو ته یې اندېښنې پیدا کړې دی.
د هغه په وینا، څو ځلې یې له خلکو غوښتی چې د پټاقیو له الوځولو څخه دې ډډه وکړی؛ خو له دې سره هم تېره شپه دا پېښې تکرار شوې، چې په وینا یې د اندېښنې وړ نه دی.
د یادونې وړ ده، چې نن د بلخ ولایت په مزار شریف کې د حضرت علی (ع) د روضې جنډه هم پورته شوه او په کابل کې هم د کارته سخی په سیمه کې د نورز ورځې مراسم نمانځل کېږی.