خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1391/01/03 0:0کد خبر: 9282

ستراتیژیک سند به له شکاګو مخکې یا ددې غونډې پر مهال لاسلیک شی

ستراتیژیک سند به له شکاګو مخکې یا ددې غونډې پر مهال لاسلیک شی  - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 3 دقیقه

امریکا وایی چې له افغانستان سره ستراتیژیک سند به له شکاګو مخکې یا ددې غونډې پر مهال لاسلیک شی. دغه څرګندونې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې مېرمن هیلری کلنټن تېره شپه په واشنګټن کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمی رسول سره په یوه خبری غونډه کې وکړې. کلنټن په یادې شوې خبری غونډه کې وویل : (( موږ د افغانستان حکومت او خلکو سره ګټورو او دوه اړخیزه اوږود مهاله اړیکو ته ژمن یو. )) د نوموړې په وینا، هېواد یې له افغانستان سره داسې خبرو اترو ته ادامه ورکوی ، چې د دواړو هېوادونو ګټې په کې نغښتې وی . د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې ادعا وکړه، چې په دې وروستیو اوونیو کې دواړو هېوادونو په خبرو اترو کې ډېر پرمختګونه کړی او ډېر مهم موضوعات یې هوار کړی دی. مېرمن کلنټن په دې پرمختګونو کې افغانانو ته د بګرام زندان دسپارلو په اړه پر هوکړه لیک، لاسلیک د بېلګې په توګه یاد کړ او ویې ویل چې ډېر ژر به د شپنیو عملیاتو په اړه هم یو هوکړه لیک له افغان حکومت سره لاسلیک کړی. هغې زیاته کړه : (( دا ستونزمنې موضوعګانې دی، خو موږ یې هواروو او هڅه کوو، چې د اوږود مهاله ستراتیژیکو اړیکو پر وړاندې شته خنډونه له منځه یوسو.)) هیلری کلنټن له افغانستان سره ددغه سند دتړون په اړه دیوې پوښتنې په ځواب کې وویل : (( موږ غواړو چې دغه سند له شکاګو غونډې مخکې او یا ددې غونډې پر مهال لاسلیک شی، زه فکر کوم چې موږ ددې کار جوګه یو.)) ټاکل شوې ده، چې د افغانستان په اړه د شکاګو غونډه، چې په کې د ناټو غړیو هېوادونو ولسمشران ګډون کوی،د روان زېږدیز کال د مۍ په 20 مه په شکاګو کې جوړه شی. د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې مېرمن هیلری کلنټن او دافغانستان د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمی رسول د بهرنیو چارو وزارت په ودانۍ کې 45 دقیقې خبرې وکړې . دواړو چارواکیو په دې لیدنه کې په پنجوایی کې د یوه امریکایی سرتېری لخوا دعامو افغانانو د وژنې په موضوع، د ستراتیژیکو اړیکو د سندپه اړه او د افغانستان او د سیمې په حالاتو یې سره خبرې وکړې. د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمی رسول خبری غونډې ته وویل چې د نورو موضوعاتو ترڅنګ یې له مېرمن کلنټن سره افغان ځواکونو ته د امنیت د چارو د لېږد په اړه هم خبرې کړې دی. هغه زیاته کړه چې په دې وروستیو کې یې له امریکا سره یو شمېر ستونزې هوارې شوی ، چې د بېلګې په توګه یې د بګرام د زندان د چارو سپارل یاد کړل. زلمی رسول وویل : (( زه هیله مند یم ،چې د ستراتیژیکو اړیکو سند به د شکاګو له غونډې مخکې لاسلیک شی. ))
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.