بېرته
ستراتیژیک سند به له شکاګو مخکې یا ددې غونډې پر مهال لاسلیک شی
د خپرېدو نېټه: 1391/01/03 0:0د خبر شمېره: 9282سرچینه: ایرکا خبری آژانس

امریکا وایی چې له افغانستان سره ستراتیژیک سند به له شکاګو مخکې یا ددې غونډې پر مهال لاسلیک شی.
دغه څرګندونې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې مېرمن هیلری کلنټن تېره شپه په واشنګټن کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمی رسول سره په یوه خبری غونډه کې وکړې.
کلنټن په یادې شوې خبری غونډه کې وویل : (( موږ د افغانستان حکومت او خلکو سره ګټورو او دوه اړخیزه اوږود مهاله اړیکو ته ژمن یو. ))
د نوموړې په وینا، هېواد یې له افغانستان سره داسې خبرو اترو ته ادامه ورکوی ، چې د دواړو هېوادونو ګټې په کې نغښتې وی .
د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې ادعا وکړه، چې په دې وروستیو اوونیو کې دواړو هېوادونو په خبرو اترو کې ډېر پرمختګونه کړی او ډېر مهم موضوعات یې هوار کړی دی.
مېرمن کلنټن په دې پرمختګونو کې افغانانو ته د بګرام زندان دسپارلو په اړه پر هوکړه لیک، لاسلیک د بېلګې په توګه یاد کړ او ویې ویل چې ډېر ژر به د شپنیو عملیاتو په اړه هم یو هوکړه لیک له افغان حکومت سره لاسلیک کړی.
هغې زیاته کړه : (( دا ستونزمنې موضوعګانې دی، خو موږ یې هواروو او هڅه کوو، چې د اوږود مهاله ستراتیژیکو اړیکو پر وړاندې شته خنډونه له منځه یوسو.))
هیلری کلنټن له افغانستان سره ددغه سند دتړون په اړه دیوې پوښتنې په ځواب کې وویل : (( موږ غواړو چې دغه سند له شکاګو غونډې مخکې او یا ددې غونډې پر مهال لاسلیک شی، زه فکر کوم چې موږ ددې کار جوګه یو.))
ټاکل شوې ده، چې د افغانستان په اړه د شکاګو غونډه، چې په کې د ناټو غړیو هېوادونو ولسمشران ګډون کوی،د روان زېږدیز کال د مۍ په 20 مه په شکاګو کې جوړه شی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې مېرمن هیلری کلنټن او دافغانستان د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمی رسول د بهرنیو چارو وزارت په ودانۍ کې 45 دقیقې خبرې وکړې .
دواړو چارواکیو په دې لیدنه کې په پنجوایی کې د یوه امریکایی سرتېری لخوا دعامو افغانانو د وژنې په موضوع، د ستراتیژیکو اړیکو د سندپه اړه او د افغانستان او د سیمې په حالاتو یې سره خبرې وکړې.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمی رسول خبری غونډې ته وویل چې د نورو موضوعاتو ترڅنګ یې له مېرمن کلنټن سره افغان ځواکونو ته د امنیت د چارو د لېږد په اړه هم خبرې کړې دی.
هغه زیاته کړه چې په دې وروستیو کې یې له امریکا سره یو شمېر ستونزې هوارې شوی ، چې د بېلګې په توګه یې د بګرام د زندان د چارو سپارل یاد کړل.
زلمی رسول وویل : (( زه هیله مند یم ،چې د ستراتیژیکو اړیکو سند به د شکاګو له غونډې مخکې لاسلیک شی. ))