خبري کټګورۍ

 د ایران د کورنیو چارو وزارت ویندوی: د بهرنیو مهاجرو ټول شمېر له 4 میلیونو څخه یو څه ډېر دی

د ایران د کورنیو چارو وزارت ویندوی: د بهرنیو مهاجرو ټول شمېر له 4 میلیونو څخه یو څه ډېر دی

زینی وند وویل: د اتباعو د دفتر د وروستی شمېرنې له مخې، 4 میلیون او 563 زره او 118 بهرنی اتباع — چې په عمده توګه زموږ افغان وروڼه او خویندې دی — په هېواد کې پېژندل شوی؛ له دې شمېرې، 2 میلیون او 431 زره او 895 کسان رسمی د اوسېدو اسناد لری او 2 میلیون او 130 زره کسان د تنظیم په حال کې دی.

ایران: د جګړې د پای ته رسېدو شرطونه د قطر له لارې امریکا ته لېږدول شوی

ایران: د جګړې د پای ته رسېدو شرطونه د قطر له لارې امریکا ته لېږدول شوی

د ایران د ملی امنیت عالی شورا منشی محسن رضایی وایی، تهران له امریکا سره د جګړې د پای ته رسېدو لپاره خپل شرطونه د قطر له لارې واشنګټن ته لېږدولی او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځواب ته په تمه دی.

امریکا د ایران پنځه تېل وړونکې بېړۍ په نښه کړې دی؛ ایران هم په اردن کې امریکایی اډه ویشتلې ده

امریکا د ایران پنځه تېل وړونکې بېړۍ په نښه کړې دی؛ ایران هم په اردن کې امریکایی اډه ویشتلې ده

د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچونو په دوام، د امریکا پوځ وایی چې د ایران پنځه تېل وړونکې بېړۍ یې په نښه کړې دی؛ د ایران سپاه پاسداران بیا ویلی چې د دغو بریدونو په ځواب کې یې په اردن کې د امریکایی ځواکونو یوه اډه په توغندیو ویشتلې ده.

د مشهد ښار کې د افغانستان قونسلګرۍ د کاری ساحې په اړه د آمایش کارت لرونکو لپاره د ځانګړی هویت تثبیت د نوبت ورکولو پیل

د مشهد ښار کې د افغانستان قونسلګرۍ د کاری ساحې په اړه د آمایش کارت لرونکو لپاره د ځانګړی هویت تثبیت د نوبت ورکولو پیل

د مشهد ښار کې د افغانستان قونسلګرۍ د یوې اعلانیې په خپرولو سره خبر ورکړی، چې د دې استازولۍ د کاری ساحې (د خراسان رضوی، شمالی، جنوبی او ګلستان ولایتونو) په کې د آمایش کارت لرونکو لپاره د ځانګړی هویت تثبیت د نوبت ورکولو بهیر، د اعلان شویو شرایطو له مخې پیل شوی دی.

د ایران د کورنیو چارو د وزیر مشاور او د اتباعو او بهرنیو مهاجرینو د چارو رئیس: په قم کې د اتباعو او بهرنیو پانګوالو د ستونزو ځایی معاینه او پر اسانتیاوو او ستونزو د حل ټینګار

د ایران د کورنیو چارو د وزیر مشاور او د اتباعو او بهرنیو مهاجرینو د چارو رئیس: په قم کې د اتباعو او بهرنیو پانګوالو د ستونزو ځایی معاینه او پر اسانتیاوو او ستونزو د حل ټینګار

د ایران د کورنیو چارو د وزیر مشاور او د اتباعو او بهرنیو مهاجرینو د چارو رئیس، په قم ولایت کې د یو کاری سفر پر مهال، د تخصصی ناستو او ځایی لیدنو له لارې، د دې ولایت د اتباعو او بهرنیو مهاجرینو په برخه کې د مهمو ستونزو، ننګونو او موضوعاتو له نږدې خبر شو.

د خراسان رضوی د والی د امنیتی مرستیال د افغان مهاجرینو د زده کوونکو د زده کړو د اهمیت او د روغتیا بیمې د موضوع تعقیب ټینګار

د خراسان رضوی د والی د امنیتی مرستیال د افغان مهاجرینو د زده کوونکو د زده کړو د اهمیت او د روغتیا بیمې د موضوع تعقیب ټینګار

د خراسان رضوی د والی امنیتی مرستیال له خبریالانو سره په خبرو کې د بهرنیو اتباعو د زده کوونکو د زده کړو پر اهمیت ټینګار وکړ او د دې ولایت د مهاجرینو د روغتیا بیمې د حق د تعدیل لپاره د هڅو خبر ورکړ.

د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیزولی: امریکایی دښمن ته به سخت زیانونه واړوو

د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیزولی: امریکایی دښمن ته به سخت زیانونه واړوو

د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیزولی او د حضرت خاتم الانبیا (ص) مرکزی قرار اعلان وکړ: په هیڅ ډول حالاتو کې د ایران د اتل ولس له حقوقو څخه نه شاته کیږو او امریکایی دښمن ته به درانه زیانونه واړوو.

د سپاه پاسداران په برید کې په کویټ کې د علی السالم اډې د امریکایی قوماندان قرارګاه ویجاړه شوه

د سپاه پاسداران په برید کې په کویټ کې د علی السالم اډې د امریکایی قوماندان قرارګاه ویجاړه شوه

د ایران د اسلامی انقلاب سپاه پاسداران د کویټ په علی السالم امریکایی اډې د توغندیز او بې پیلوټه الوتکو برید خبر ورکړ او ویې ویل چې یو شمېر بې پیلوټه الوتکې یې هم ویجاړې کړې دی.

قالیباف: د امریکا ټول اقدامات د شیطان تقلید دی او خپله امریکا «ستر شیطان» دی

قالیباف: د امریکا ټول اقدامات د شیطان تقلید دی او خپله امریکا «ستر شیطان» دی

د ایران د اسلامی شورا د مجلس رئیس محمدباقر قالیباف د کوهستک د واده په مراسمو کې د امریکا وروستی برید ته په غبرګون کې ویلی، د امریکا ټول اقدامات د شیطان له کړنو څخه په تقلید ترسره کېږی او خپله امریکا «ستر شیطان» دی.

د ایران او امریکا متقابل بریدونه؛ د تېلو بیې تر دوه سلنه ډېرې لوړې شوې

د ایران او امریکا متقابل بریدونه؛ د تېلو بیې تر دوه سلنه ډېرې لوړې شوې

د نړۍ په بازارونو کې د ایران پر لارک ټاپو د امریکا له برید او د تهران له غبرګون وروسته د تېلو بیې تر دوه سلنه ډېرې لوړې شوې او ورسره د تاوتریخوالی د پراخېدو او د هرمز تنګی د تګ راتګ په اړه اندېښنې هم زیاتې شوې دی.