د اسلامی امارت رهبر شیخ هبةالله آخوندزاده وایی، «غیرشرعی» غوښتنو ته به مثبت ځواب ورنهکړی او د «ناوړه فرمایشونو» پر ځای د خلکو الهی او دینی حقونو ته ژمن دی.
د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د خبرپاڼې له مخې؛ شیخ هبةالله آخوندزاده دا څرګندونې د شنبې پر ماښام( د زمری څلیریشتمه ) د کندهار په نظامی هوایی ډګر کې یوې غونډې ته کړې دی.
هغه یو ځل بیا پر یووالی او اطاعت ټینګار کړی او له خلکو یې غوښتی؛ د هغه څه تر اغېز لاندې رانشی، چې نوموړی د «دښمنانو ناسم تبلیغات» بللی دی.
نوموړی له خلکو وغوښتل، چې د اسلامی نظام ملاتړ وکړی، د دغه نظام د مخالفانو پر تبلیغاتو ونهغولېږی او د دینی عالمانو او مشرانو درناوی وکړی.
هغه پر یووالی، اتفاق، ورورولۍ او اطاعت هم ټینګار وکړ.
په دې غونډه کې د کندهار ولایت یو شمېر لوړپوړو ملکی او پوځی چارواکو هم ګډون کړی و.
ویل کیږی، چې د غونډې په پای کې د اسلامی امارت د امنیتی او دفاعی ځواکونو رسمګذشت هم ترسره شو او پرمختللې پوځی وسلې او تخنیکی وسایط نندارې ته وړاندې شول.
