د ټولګټو وزارت ویاند محمداشرف حق‌شناس پر خپله اېکس‌پاڼه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلی چې په دې لیدنه کې په کابل کې د ایران سفیر علیرضا بیکدلی د یادې ادارې له نوی عمومی رییس مولوی عبدالکریم فاتح سره کتلی دی.

سرچینې د بیکدلی له قوله ویلی چې یو شمېر ایرانی او بهرنی پانګه‌وال د بلخ ـ هرات د اوسپنې پټلۍ په جوړولو کې پانګونې ته لېوالتیا لری.

د هغه په خبره، اوس مهال هره میاشت شاوخوا 120 زره مټریک ټنه مالونه د خواف ـ هرات اوسپنې پټلۍ له لارې لېږدول کېږی او هڅې روانې دی چې دغه کچه په راتلونکی کې 160 زره مټریک ټنو ته لوړه شی.

په خبرپاڼه کې راغلی چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومی رییس د اوسپنې پټلۍ برخه کې د ایران د همکاریو مننه کړې او ویلی یې دی چې اوس مهال په افغانستان کې د کورنیو او بهرنیو پانګونو لپاره مناسب شرایط برابر دی.

فاتح زیاته کړې چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره چمتو ده چې په دې برخه کې د بهرنیو پانګه‌والو ملاتړ وکړی.

د لیدنې په پای کې دواړو لورو د اقتصادی اړیکو، سوداګرۍ او زیربنایی پروژو برخو کې د افغانستان او ایران ترمنځ د همکاریو پر دوام ټینګار کړی دی.