د ملګرو ملتونو د بشری حقونو شورا په غونډه کې یو ځل بیا د افغانستان د بشری حقونو وضعیت وڅېړل شو.
د اسټرالیا، لوکزامبورګ، نیوزیلنډ، جرمنی، ترکیې، کاناډا، جاپان او مالیزیا په ګډون د یو شمېر هېوادونو استازو د افغانستان د بشری حقونو پر وضعیت اندېښنه ښودلې.
هغوی ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان پر راتلونکو نسلونو د دغه وضعیت اوږدمهاله پایلې په پام کې ونیسی.
د جاپان استازی اتسویوکی اویکه وویل: «جاپان له طالبانو غواړی چې د بشری حقونو په برخه کې د افغانستان نړیوالو ژمنو ته درناوی وکړی، پر ښځو او نجونو محدودیتونه لرې کړی او له بشری حقونو څخه د هغوی بشپړ او برابر برخمن کېدل تضمین کړی.»
د اسټرالیا استازی په دې غونډه کې د اسلامی امارت پر یو شمېر لوړپوړو غړو د بندیزونو د لګولو خبر ورکړ او ویې ویل چې هېواد یې له خپلو نړیوالو شریکانو سره د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو نړیوال کنوانسیون له مخې د افغانستان د حسابورکولو بهیر تعقیبوی.
د اسټرالیا استازی جیمی کوپر وویل: «اسټرالیا د خپل خپلواک بندیزی نظام په چوکاټ کې د طالبانو پر یو شمېر لوړپوړو غړو بندیزونه لګولی دی. اسټرالیا له خپلو نړیوالو شریکانو سره د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو کنوانسیون پر بنسټ د افغانستان پر وړاندې قانونی اقدام هم تعقیبوی.»
د ترکیې استازی هم زدهکړه یو نړیوال بشری حق وباله او ویې ویل چې په افغانستان کې تلپاتې ثبات د بشری حقونو له درناوی او ټولګډونه حکومت پرته نه شی ترلاسه کېدای.
خو د مالیزیا استازی له افغانستان سره د خبرو او تعامل پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې د دغه هېواد اوږدمهاله ثبات او پراختیا د ټولو افغانانو ګډون ته اړتیا لری.
مالیزیا همداراز د ماشومانو د ملاتړ لپاره له ملګرو ملتونو سره د همکاریو د دوام غوښتنه وکړه.
د مالیزیا استازی مصطفی جمال رشدی وویل: «مالیزیا ټینګار کوی چې د افغانستان اوږدمهاله ثبات او پراختیا د ټولو افغانانو مانادار ګډون ته اړتیا لری. موږ حاکم چارواکی هڅوو چې د لا ډېر ټولشمولیت لپاره عملی ګامونه واخلی؛ په دې کې دا هم شامل دی چې ښځې او نجونې وکولای شی خپلو زدهکړو ته دوام ورکړی او په ټولنه کې ونډه واخلی.»
د ترکیې استازی احمد زنګی وویل: «د افغانستان د هوساینې او راتلونکې لپاره اړینه ده چې ټولې نجونې، له استثنا پرته، زدهکړو ته لاسرسی ولری. په افغانستان کې تلپاتې ثبات د بشری حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونو ته له درناوی او ټولګډونه حکومت پرته نه شی ترلاسه کېدای.»
د بشری حقونو په اړه د اندېښنو ترڅنګ، د قطر استازی په دې غونډه کې د افغانستان پر بشری وضعیت تمرکز وکړ او ویې ویل چې څه باندې 22 میلیونه کسان، چې د افغانستان د نفوس 45 سلنه جوړوی، بشری مرستو ته اړتیا لری.
هغه زیاته کړه چې هېواد یې د منځګړیتوب، خبرو اترو او بشری مرستو له لارې له افغانستان څخه ملاتړ کړی دی.
د قطر استازی عبدالله بهزاد وویل: «افغانستان د نړۍ له تر ټولو لویو او پېچلو بشری ناورینونو سره مخ دی. څه باندې 22 میلیونه کسان، چې د نفوس 45 سلنه جوړوی، بشری مرستو ته اړتیا لری. دغه ناورین د ناامنۍ، اقتصادی زیانمننې، اقلیمی ټکانونو، د خلکو بېځایه کېدو، د مرستو کمېدو او همداراز د شتمنیو د کنګل کېدو له امله لا پسې سخت شوی دی.»
که څه هم اسلامی امارت په دې اړه تازه څه نه دی ویلی، خو تل یې ټینګار کړی چې د هېوادوالو، په ځانګړې توګه د ښځو حقونه د شریعت په چوکاټ کې تأمین دی.
